د ډونالد ټرمپ او کیم جونګ اون د دریم ځل لیدنې احتمال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالی کوریا له مشر کېم جونګ اون سره لیدو ته لېوالتیا ښودلې.

ددغې ممکنه لیدنې کتنې ځای د شمالی کوریا او جنوبی کوریا د سرحد غیر پوځی سیمه ښودل شوې ده.

په جاپان کې د جی شل هیوادونو د غونډې پرمهال ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن شنبه (جون ۲۹) په حیرانونکې توګه وویل چې غواړی د شمالی کوریا له رهبر سره وګوری، سلام به ورته ورکوی او جوړ په خیر به کوی. هغه زیاته کړه چې دا ډول روغ بړ خو یوازې دوه دقیقې وخت غواړی.

ښاغلی ټرمپ وایی که مشر کیم غواړی چې راسره وګوری زه به پر پوله ورته ولاړ یم، زه درته ویلی شم موږ به ډیر ښه ښکاره شو، دا یو ښه کار دی، بد کار نه دی. تاسو بهتره پوهیږئ چې داسې احمق کسان هم شته وبه وایی ده ته گوره ورسره ملگری شو” نو دا خو ښه خبره ده چې مونږ سره ښه اوسو. که زه ولسمشر نه وای اوس واضحه ده چې له شمالی کوریا سره جګړه روانه وه.

تر اوسه کیم جونګ اون د ولسمشر ټرمپ د لیدنې وړاندیز په هکله څه ویلی نه دی، خو د شمالی کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال چیو سون هوی ویلی چې دا په زړه پورې وړاندیز دی.

د سویلی کوریا د ولسمشر دفتر ویلی چې د ټرمپ او کیم جونګ اون د لیدنې په هکله لا تر اوسه پریکړه شوې نه ده، خو زیاته کړې ده چې له شمالی کوریا سره به پرې خبرې وکړی.

x

دا هم وګورئ

ولسمشر یو وار بیا ټینګار کړی چی انتخاباتو ته اولویت ورکوی

د افغانستان جمهوری ریاست یو وار بیا ټینګار کړی چې انتخاباتو ته اولویت ورکوی او ...