د چین سفیر د میرویس روغتون سره د هر ډول همکاریو ټټر ووهئ

د چهارشنبې په ورځ د چین سفیر لیوجون سونګ کندهار ته سفر وکړ او پر مهال ئې دلته د نورو چارو تر څنګ د دوو روغتونو څخه هم لیدنه وکړه.

نوموړی لومړی میرویس حوزوی روغتون ته ولاړ او وروسته ئې د مهمند په نوم د یوه بل خصوصی روغتون څخه لیدنه وکړه، چی دا مهال ئې د جوړېدو چاری روانی دی.

د چین سفیر لیوجون سونګ د میرویس حوزوی روغتون څخه د لیدنی پر مهال د یاد روغتون سره د هر ډول همکاری ډاډ ورکړ؛ نوموړی کندهار ته د سفر پر مهال میرویس روغتون ته ولاړ، هلته ئې د بېلا بېلو وارډونو څخه لیدنه وکړه او هغه مرسته سوی طبی وسائیل ئې هم د میرویس روغتون ډاکټرانو ته وسپارل چی د دوی له لوری مرسته سوی وه.

په یادو مرسته سوو وسائیلو کی بېلا بېل طبی سامان الات شامل وه، چی بیه ئې تر ۷۵ زره ډالرو پوری رسېدل؛ د عامی روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا د چین د سفیر څخه مننه وکړه، چی د میرویس روغتون سره مرستی کوی.

ښاغلی لیوجون سونګ ژمنه وکړه، چی دوی به د میرویس روغتون سره په نورو برخو کی هم مرستی وکړی، وسائیل به ورکړی او د یاد روغتون ډاکټرانو او نورو روغتیایی کارکوونکو ته به د چین بورسونه هم ورکړی.

د چین سفیر د میرویس حوزوی روغتون څخه تر لیدنی وروسته د مهمند په نوم یو بل خصوصی روغتون نه ورغلی، چی د جوړېدو چاری ئې لا نه دی بشپړه سوی.

نوموړی په کندهار کی د یاد روغتون جوړېدل خورا غنیمت وبلل او زیاته ئې کړه، چی دا به د جنوب لویدیځی حوزې د ناروغانو د درملنی تر ټولو ښه مرکز وی.

ښاغلی لیوجون سونګ هلته هم یادونه وکړه، چی د نرسانو او ډاکټرانو د ظرفیت لوړونی او تحصل له پاره به د چین بورسونه ورکړی.

د یادولو ده، چی د چین سفیر سره په یادو لیدنو کی د یو شمېر دولتی استازو تر څنګ د سوداګرۍ خونی څخه راغلی سوداګر او د کندهار یو شمېر تجاران هم ورسره وه.

خبریال: آرین

x

دا هم وګورئ

دکندهار امنیه قومندان وایی وسله وال ترهګر د ولس په وینه تویولو سره ګټه اخلی

نوموړی دکندهار پر امنیه قوماندانۍ تر پرونی برید وروسته دغه خبری وکړې؛ هغه چی د ...