د هلمند ولسونو د پایداری سولی پر کېدو ټینګار وکړ

هلمند کی د سولی په تړاو جوړه سوې غونډه کی مخورو مشرانو او دینی عالمانو د جګړې پر دواړو اړخونوټینګار وکړ، چی د سولی او اوربند لپاره عملی قدمونه واخلی.

د سولی او اوربند په نوم دا غونډه جوړه سوې وه، چی پکښی ګڼ شمېر دینی عالمانو، قومی مشرانو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وواو د جګړې پرښکیلو غاړو یې د اوربند او سولی ته درسېدو په خاطر ټینګار وکړ.

جوړې سوې غونډی ته لومړی د هلمند والی تورنجنرال محمد یاسین خان وویل: حکومت له پیله تر اوسه پوری سولی ته پوره ژمنتیا لری او خپلی ټولی هڅی یې کړی ترڅو دلته جګړه ختمه سی او ولسونه ارام ژوند ولری.

یاسین خان زیاته کړه: د ولایت په کچه هم د سولی لپاره هڅی روانی دی او ولس ته هم پکښی ونډه ورکړل سوې ترڅو منځګړیتوب وکړی او خپل مسولیت ترسره کړی.

دغه راز دهلمند دینی عالمانو، قومی مخورو، مدنی فعالانو او د مېرمنو استازو خبری وکړې، او له وسله والو طالبانو یی وغوښتل، چی د حکومت سره د مخامخ خبرو دریڅه پرانیزی او د جګړې پای ته رسیدو ته زمینه برابره کړی.

همداراز په جنوبی زون کی د یوناما ددفتر مشر روبین چی په دې غونډه کی یې ګډون کړی و وویل: نړیواله ټولنه دې ته پوره ژمنتیا لری چی نور په افغانستان کی جګړه ختمه سی او افغانان پر یوه ټغر راټول سی.

دا پداسی حال کی ده، چی په دې ورستیوکی په قطرکی افغان پلاوی اوطالب استازو د سولی پر یو شمېر موضوعاتو خبری کړی وې، چی دغه ناسته د سولی په برخه کی یو ښه اقدام بلل سوی و.

خبریال:مطمین

x

دا هم وګورئ

د سعودی پادشا د امریکایی ځواکونو د ورتګ هرکلی کړی دی

د سعودی له خوا د امریکایی ځواکونو د ورتګ هرکلی او موافقه داسې مهال شوې ...