د نړېوالې شورا په درجه بندۍ کې راشد له لومړی اتم مقام ته ښکته سو

د کرکټ د نړېوالې شورا په نوې درجه بندۍ کې راشد خان له لومړی مقامه اتم ته ښکته شوی دی.

وړاندې د افغان لوبډلې سلو توپ اچوونکی راشد خان د یو ورځینو لوبو په درجه بندۍ کې لومړی مقام درلود، خو د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام په سیالیو کې ترې دا مقام د هندوستان بومرا ونیو.

خو بل افغان لوبغاړی مجیب الرحمن بیا په دې درجه بندۍ کې شپږم ځای خپل کړی دی.

راشد خان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام په سیالیو کې څومره چې ترې تمه کېده، ښه ونه شو لوبېدای ان له انګلنډ سره په لوبه کې پرې نړیوال ریکارډ هم جوړ شو.

په دغې لوبه کې دده په نهو اورونو کې له ۱۱۰ ډېرې منډې وشوې.

په ټوله کې دغه افغان لوبغاړی د نړیوال جام په نهو سیالیو کې اووه مقابل لوبغاړی اوټ کړل او ۴۱۶ منډې پرې وشوې.

همداشان د الراونډرانو په نړیواله درجه بندۍ کې بل افغان لوبغاړی محمد نبی هم له دوهم مقامه درېیم ته ښکته شوی دی.

په دې درجه بندۍ کې د محمد نبی ځای د انګلنډ بین سټوک نیولی دی.

د بنګله دېش شکېب الحسن بیا د الراونډرانو په درجه بندۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی دی.

65 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...