د نړیوال جام د نیمه پای لوبو لوبډلې معلومې سوې

د نومرو یا پواینټونو په جدول کې تر اوسه د آسټرالیا لوبډله لومړی، هند دویم، انګلستان دریم او نیوزلینډ څلورم مقام لری. د کرکټ د نړیوالې شورا د پریکړې له مخې د لسو لوبډلو د جملې نه یوازې هغه څلور لوبډلې نیمه پای لوبې یا سیمې فاینل ته اوځی چې د جدول د سر په څلورو لوبډلو کې راشی.

پاکستان خپله نهمه او وروستۍ لوبه د بنګله دیش نه وګټله او پنځم مقام یې وګاټه. د پاکستان او نیوزلینډ نومرې برابرې دی. دواړو یې یوولس یوولس پواینټونه لری خو په رن ریټ کې پاکستان د نیوزلینډ نه شاته دی او په همدې خاطر نشی کولی چې سیمی فاینل ته ووځی.

د اسټرالیا او هند دوه لوبې پاتی دی او تر اوسه نده معلومه چې کومه لوبډله به د نومرو په جدول کې لومړی مقام وګټی.

63 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...