د نظامی بندیانو د بند په موده کی به تخفیف وضع سی

په همدې موخه د یکشنبې په ورځ وروسته له غرمی د ستری محکمې، لوی څارنوالۍ، ملی امنیت لوی ریاست، مالیې او کورنیو چارو وزارتونو، بشر حقوقو خپلواک کمیسیون او د محبوسینو د عمومی ریاست ګډ پلاوی، چی مشری یې څارنپال داود امیری کول کندهار ته راورسېد او د کندهار د استناف څارنوالۍ د ریئس په ملتیا یې په ولایت مقام کی د کندهار والی حیات الله حیات سره د هغه د کار په دفتر کی وکتل.

راغلی پلاوی کندهار والی ته د خپل سفر په اړه وویل: جمهور رئیس محمد اشرف غنی د ۱۳۹۷ کال د سرطان میاشتی په درېمه نېټه د قانون حاکمیت عالی شورا غونډی تر پریکړی وروسته د یو فرمان له مخی امر کړئ، تر څو د هغو نظامی بندیانو د بند په موده کی تخفیف وضع کړی، چی د امنیتی ځواکونو په لیکو کی د جرمونو مرتکب سوی.

څارنپال داود امیری زیاته کړه، چی د خپلواکۍ د سلمی کلیزی په ویاړ به د دولت له لوری نه یوازی نور شانداره مراسم پر ځای کیږی تر څنګ به د جمهور رئیس له لوری د تخفیف یاد فرمان هم تطبیقیږی، چی په همدې موخه دوی تر بلخ، ننګرهار او هرات وروسته نن کندهار ته راغلل او د فرمان د تطبیق په موخه به خپل قانونی کړنی ترسره کوی.

کندهار والی حیات الله حیات د پلاوی د راتګ او یاد فرمان د عملی کیدو څخه خوښی وښودل او زیاته یې کړه، چی په کندهار کی د قانون د حاکمیت او حکومتدارۍ د پیاوړتیا په موخه هر ډول زمینه مساعده ده او د عفوی او تخفیف د ټولو هغو فرامینو هرکلی یې وکړ، چی په ذریعه یې په بند کی اصلاح سوی بندی ته په ټولنه کی د ښه ژوند کولو بیا ځلی زمینه مساعدیږی او په یاده برخه کی راغلی پلاوی ته د هر راز همکاری ډاډ ورکړ.

کندهار والی راغلی پلاوی ته ډاډ ورکړ، چی په کندهار کی د سیمی په سطحه دریم او د نړۍ په سطحه د اووم لوړ بیرغ د جوړیدو چاری مخ په بشپړیدو دی او د ۲۸ د اسد لپاره په ښار او ولسوالیو کی د ولایتی ادارې او ولسونو له لوری بې ساری اماده ګی نیول سوی دی.

90 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...