‘د نشه یی توکو امپراتور باید ۱۲ میلیارد ډالر ورکړی’

په امریکا کې له مکسیکویی “نشه یی توکو امپراتور” خواکین ګوزمان چې په “ال چابو” مشهور دی، غوښتل شوی چې امریکا ته د نشه یی توکو د قاچاق کولو د معاوضې پرځای باید ۱۲ میلیارد ډالر ورکړی.

اټکل دی چې د نوموړی ډلې (کارتل سینالوا) ډېر زیات کوکایین، ماریجونا او هیرویین امریکا ته قاچاق کړی دی.

تر اوسه مالومه نه ده چې د ۶۲ کلن ال چابو څومره پیسې لری.

مکسیکو په ۲۰۱۷ کال نوموړی امریکا ته وسپاره چې په تېره فبرورۍ میاشت کې د پیسو د سپینولو او نشه یی توکو په قاچاق محکوم شو،‌ په پام کې ده چې د روانې جولای پر ۱۷ به د هغه په اړه پرېکړه کېږی.

امریکایی څارنوال ریچرډ دونهیوی وویل چارواکی حق لری چې “د نشه یی توکو اړوند ټولې ترلاسه شوې پیسې کنګل کړی”.‌

ویل کېږی ال چابو ۲۵ کاله د خپلې ډلې مشر و چې د کوکایینو له خرڅلاو یې ۱۱٫۸ میلیارد ډالر، له ماریجوانا ۸۴۶ میلیون ډالر او له هیرویینو یې ۱۱ میلیون ډالر ترلاسه کړی.

څارنوال وویل “حکومتونه اړ نه دی چې دا پیسې ثابتې کړی او تورن مطلوب مبلغ پیسې ورکړی، خو باید ټولې پیسې یې کنګل او شتمنۍ یې ضبط شی”.

خو د ال چابو وکیل چیفری لشمان وویل، دا غوښتنه تر ډېره یو نظر دی ځکه چې حکومت ددغو پیسو افتراضی ځای نه پېژنی.

153 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...