د طالبانو په لیکو کې درز / سید عبدالله پاچا

تازه له طالبانو نورې جنګی ډلې جلا شوی او د ملا هیبت الله د ډلې پرضد یې جهاد اعلان کړی دی.
یوه ویډیو چې هلمند کې د طالبانو یوې ډلې خپره کړې، څو قومندانان له وسله والو سره د ملا هیبت الله له کاروان جلا شوی او خپله ځانته یې ډله جوړه کړې او اهداف یې ټاکلی دی.
دا ډله ځکه له ملا هیبت الله جلا شوې چې طالب مشرانو د دوی په سرنوشت لوبه کړې، له روسیې سره یې تفاهم لیکونه لاسلیک کړی او د دې لپاره چې خپل هېواد وران او د روسیې ګټې خوندی کړی، د روسیې لپاره کار کوی.
طالبان ډیر وروسته خبر شول چې مشران یې په غلطو لارو روان دی، مشران یې په قطر او مسکو کې زر زرینو هوټلونو کې اوسیږی او جګړه مار یې په یخ او ګرمې کې له لوږې تندې مړه شول.
هلمند کې څو ډلو ځکه له ملا هیبت الله لار جلا کړې چې د دوی په قربانیو ! یې معامله کړې او هغه جګړه چې کلونه د امریکا پرضد تر شعار لاندې وشوه، اوس یې روسیه سره پرې معامله وکړه، دا ډله پوه شوې چې دا جګړه د امریکا او روسیې ده او قربانی یې افغانان ورکوی.
طالبانو اکثره ډلې په دې نه دی خبرې چې مشرانو یې څه کیسې روانې کړی، د طالبانو د مشرانو کورونه له هېواده بهر، ترکیه اسلام اباد او تهران کې دی، اولادونه یې ښه ژوند لری، زده کړې کوی او ښه راتلونکی به ولری.
خو د جنګی وسله والو اولادونه هره ورځ خطر کې دی، شپه او ورځ یې په ویښه وی او هیڅ ډول اسانتیاوې نه لری، د دې تر څنګ هره ورځ د دې ویره شته چې پلار، ورور او یا اولاد یې په جګړه کې ووژل شی.
هلمند کې کومې ډلې چې له ملا هیبت الله جلا شوی باور لری چې ملا هیبت الله او ډله یې د افغانانو او افغانستان پر سر معامله کوی او هڅه دا ده چې نسبې جوړ شوی بنسټونه بیرته له منځه یوړل شی.
دې ډلې په خپل ویډیوی پیغام کې ویلی چې دوی به د هغو کسانو پرضد جګړه وکړی چې له روسیې او امریکا سره هوکړې لاسلیک کوی.
دې ډلې په بین الافغانی خبرو ټینګار کړی چې کولی شی جګړه ختمه او ټول د یو افغانستان لپاره کار وکړو، دا ډله په دې پوه ده چې هیڅ بل هېواد نه شی کولی افغانستان ته سوله راولی.
دې ډلې په دې هم اندیښنه ښودلې چې طالبانو بهرنیو ترهګرو ډلو ته د جګړې بستر برابر کړی او نباید دا جګړه نور دوام پیدا کړی.
تر دې وړاندې هم له طالبانو د ملا رسول په نوم ډلې لار جلا کړې وه او د ملا هبیت الله ډلې پرضد یې د جګړې اعلان کړی و.
ملا رسول ډلې هم د روسیې او طالبانو تر منځ د اړیکو څخه پرده پورته کړې وه او په همدې یې لار جلا کړې وه.

117 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

طالبانو د ټولګټو پروژو ویجاړول منلي/ نوید احمد څرک

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږ خپور شوی چې پکې منل شوې ...