د سعودی پادشا د امریکایی ځواکونو د ورتګ هرکلی کړی دی

د سعودی له خوا د امریکایی ځواکونو د ورتګ هرکلی او موافقه داسې مهال شوې چې د سعودی د دفاع وزارت په وینا، په سیمه کې د ترینګلتیا له رامنځ ته کېدو وروسته د امنیت د ټینګښت په موخه ګډ خوځښتونه پیل شوی دی.

د سعودی د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلی، د سعودی او مریکا ترمنځ د ګډې همکارۍ پربنسټ او په سیمه کې د امنیت او ټیکاو ساتلو په موخه پاچا سلمان د امریکایی پوځیانو د راتګ هرکلی کړی.

دا ګام وروسته تر هغه اخیستل شوی چې په منځنی ختیځ کې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکی ترینګلی شوې دی. ایران سیمې ته د سرتېرو پر لېږلو غبرګون ښودلی او دغه ډول اقدامات یې سیمې ته خطرناک بللی دی.

24 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی ...