د راتلونکو ټاکنو لپاره کندهارکی تردې مهاله ۳۰۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې ده

دکندهار د ټاکنو خپلواک کمېسیون په همدې اړوند غونډه رابللې، چی پرمهال یې د ولایتی شورا، ولسوالیو شوراګانو، ولسوالانو، د ښوونځیو له مسؤلینو او ټول ولس څخه وغوښتل سوه، چی د ټاکنو لپاره په تقویتی نوم لیکنه کی د خلکو تشویق کی مرسته وکړی.

د ټاکنو لپاره تقویتی نوم لیکنه د جوزا پر ۱۸ نیټه پیل او د سرطان تر ۸ نیټې به دوام وکی خو دا چی ددې پروسې پای رسیدو ته دوې ورځی پاته دی لا هم تر ۳ زرو کسانو پوری چی تر ۴۰۰ اضافه یې ښځی دی، نوم لیکنه کړې ده، پداسی حال کی چی په زرګونه داخلی بېځایه سوی او د کډوالۍ څخه را ستنی سوی کورنۍ کندهار کی میشتی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د چهارشنبې په ورځ د تقویتی نوم لیکنی د پیاوړتیا په موخه د دوی سره د اړوند نهادونو دوهمه د همږغۍ غونډه جوړه کړې وه، ترڅو خلک تشویق سی، چی په پراخه کچه پدې پروسه کی برخه واخلی.

په جوړه سوې غونډه کی د ټاکنو خپلواک کمیسیون د سیمه یز دفتر رئیس ډاکټر هاشم درانی وویل، دوی د عامه پوهاوی په برخه کی پراخی هلی ځلی کړی دی او د ولایتی شورا، ولسوالیو شوراګانو، ولسوالانو، د ښوونځیو د والدینو شورا غړو او ټولو ولسونو یې وغوښتل چی دوی دی هم د ټاکنو لپاره په تقویتی نوم لیکنه کی د خلکو په تشویقولو کی مرسته وکړی تر څو نوم لیکنه ډیره سی.

باید وویل سی چی د ټاکنو خپلواک کمیسیون د جمهوری ریاست د ټاکنو لپاره د میزان ۶مه نیټه ټاکلې ده، چی د تقویتی نوم لیکنی لپاره د کندهار په ۱۷ ولسوالیو او د ښار په ۱۱ نقطو کی ښځینه او نارینه مرکزونه ټاکل سوی تر څو پر شرایطو برابر کسان ورته نوم لیکنه وکړی.

خبریال: احمد بهیر احمدی

54 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...