د دامان ولسوالۍ خلکو له کندهار والی سره خپلی ستونزی شریکی کړې

د دامان ولسوالۍ خلکو د دغه ولسوالۍ د ولسوال ښادی خان په مشری د کندهار والی حیات حیات سره یوشمېر ستونزی شریکی کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

راغلو کسانو له کندهار والی سره په خپله ولسوالی کی د یوې مځکی اړوند حقوقی ستونزه شریکه کړه او په اړه یې له کندهار والی څخه د حل غوښتنه وکړه.

کندهار والی حیات الله حیات د راغلو کسانو ستونزه واورېده او وروسته یې ورته د حل ډاډ ورکړ.

ښاغلی حیات وویل، د مځکی اړوند دی دغه ستونزه د املاکی کمېسیون غونډی ته راجع کړل سی، څ:و هلته د ټولو ارګانونو په حضور کی وڅېړل سی او حل کړل سی.

93 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...