د تېرو سیلاب ځپلو پاته کورنیو ته دی ژر تر ژره مرستی ورسیږی

دغه څرګندونی کندهاروالی حیات الله حیات په خپل کاری دفتر کی د دولتی ادرو دیوشمېر رئیسانو او د ولسوالیو ولسوالانو ترمنځ  په یوه جوړه سوې غونډه کی وکړې اوټنګار یې وکړ، چی دمرستو دغه پروسه دی ژر پای ومومی څو خلګ دمرستو څخه برخمن سی

دچهار شنبې په ورځ کندهار والی حیات الله حیات پرداسی پرمهال چی په ټولنیزو چارو کی د ولایت مقام مرستیال حاجی اغلالی دستګیری، هم ګډون درلود د مرستو د وېش پروسه ځنډنۍ وبلل او وویل څومره، چی ژر کېږی باید نور دغه پروسه پای ومومی، نوموړی د سکتوری ادارو یوشمېر مسؤلینو او ولسوالانو ته سپارښتنه وکړه، چی پاته هغه کورنۍ، چی د تېرو سېلابونو پرمهال زیانمنی سوی اوتر دې مهاله  مرستی نه وی ورته رسېدلی په دقیق ډول سروې کړی.

کندهار والی وویل اړوند ادارې دی په راتلونکو څو ورځو کی دی د زیانمنو سوو کورنیو لیستونه جوړ او ولایت مقام ته یې وسپاری، څو  پاته مرستی هم د شفافی او د قیقی سروې وروسته پر مستحقو کورنیو باندی ووېشی.

وروسته په غونډه کی ولسوالانو او یوشمېر رئیسانو ډاډ څرګند کړ، چی په پوره هڅو سره به د مرستو د وېش لړۍ چټکه او ټولو زیانمنی سوی کورنۍ به له خپلو حقوقو څخه برخمنی کړی.

خیریال: سید ستارمهتابی

48 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...