د امریکا د ښځو فوټبال ټیم نړیوال جام وگاټه

د امریکا د ښځو د فوټبال ټیم خپله وروستنۍ لوبه د هالنډ نه دوه د صفر په مقابل کې وگټله او پدې توگه یې د څلورم ځل لپاره د ښځو د فوټبال نړیوال جام وگاټه.

د ښځو د فوټبال د نړیوال جام وروستۍ سیالی د فرانسې په لیون ښار کې جوړه شوې وه.

د امریکا ملی ټیم لوبغاړې میگان راپینوی د پنالتی گول په کولو او روز لیوال د ازاد شوت په وهلو سره د امریکا د متحده ایالاتو د ښځو ملی ټیم ته د دوو گولونو په وهلو سره د څلورم ځل لپاره نړیوال جام ورپه برخه کړ.

د لوبې په لومړیو ۴۵ دقیقو کې هیڅ ټیم ونه توانید چې گول ووهی، خو د لوبې په ۶١ دقیقه کې امریکا پینالتی گول ترلاسه کړ او بیا د لوبې په ۶٩ دقیقه امریکایی مهاجمې لیوال د یو ازاد شوت په کولو دوهم گول وواهه.

د امریکا د ښځو ملی ټیم چې په ٢٠١۵ کې یې هم نړیوال جام گټلی و، ویې کړای شول چې د خپل مقام نه دفاع وکړی.

هالند ددې جام د لوبو دوهم مقام خپل کړ.

پدې نړیوال جام کې تر ټولو زیات گولونه امریکایی لوبغاړې الکس موگان، برتانوۍ ایلن وایټ او امریکایی میگان راپینوی وهلی دی. دوی هر یو شپږ گولونه ترسره کړی دی.

د امریکا د ملی ټیم ٣۴ کلنې لوبغاړې میگان راپینوی ددې جام د غوره گول وهونکې لقب وگاټه او د “طلایی توپ” جایزه یې ترلاسه کړه.

845 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...