د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۸کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له‌مخې د روان کال د کانکور په ازموینه کې یولک ۸۹زره۳۲۹ تنو نوم لیکنه کړې وه چې له ډلې یې یولک ۷۴زره ۸۷۱ تنو یې په ازموینه کې ګډون کړی و.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزی نن د چهارشنبې په ورځ د «چنګاښ پر۱۹مه» د یادو پایلو د اعلان پر مهال وویل:”د یادو کسانو له ډلې ۶۱۷۹۹ تنو یې د لوړو زده کړو موسیسو، ۱۵۱۳۰ تنو یې د نیمه لوړو زده کړو موسیسو او په همدې ترتیب ۷۷۷۱۸ تنه نورو خصوصی لوړو زده کړو، او شاوخوا ۲۰زره تنه ناکام پاتې شوی دی.”

د افغانستان د روان ۱۳۹۸کال د کانکور ازموینې اوله نمره احمد راشد د نصیر احمد زوی و چې له هرات ولایت څخه په ۳۵۰ نمرو د هرات طب پوهنځی ته بریالی شوی و.

دوهم نمره سید سجاد د سید عبدالظاهر زوی په ۳۴۶ نمرو سره د کابل د ابو علی سینا پوهنتون د طب پوهنځی او په ترتیب سره دریم نمره قاسم علی د خادم حسین زوی د ۳۴۵ نمرو په تر لاسه کولو سره د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځی ته بریالی شوی دی.

ښاغلی بالاکرزی وویل، چې د روان کال د کانکور ازمونیه له ښه مدیریت څخه برمنه وه پایلې یې هم د تېر کال په پرتله ټاکل شوې نیټې څخه ۲۱ ورځې مخکې اعلان شوې.د روان کال د کانکور ازموینه د حمل میاشتې پر اومه پیل شوې وه چې د همدې مهال د ثور میاشتې پر اومه نېټه پای ته ورسېدی.

x

دا هم وګورئ

دکندهار امنیه قومندان وایی وسله وال ترهګر د ولس په وینه تویولو سره ګټه اخلی

نوموړی دکندهار پر امنیه قوماندانۍ تر پرونی برید وروسته دغه خبری وکړې؛ هغه چی د ...