د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین کندهار ولایت ته سفر وکړ او دلته یې دکندهاروالی سره وکتل

د چهارشنبې په ورځ د اطلاعات او کلتور وزارت معین پوهاند رسول باوری او ورسره پلاوی کندهار ولایت ته سفر وکړ او لومړی یې دکندهار والی حیات الله حیات سره د هغه په دفتر کی وکتل، چی پرمهال یې د ولایت مقام دواړو مرستیالانو ( عبدالحنان منیب او حاجی اغالالی دستګیری ) او د یو شمېر دولتی ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو.

دیاد وزارت معین رسول باوری وویل، موخه مو کندهار ولایت ته له راتګ څخه د اطلاعات او کلتور ریاست لپاره د نوی ټاکل سوی رئیس کندهار والی ته ور معرفی کېدل او ترڅنګ یې په کندهار کی د تاریخی اماکنو د ترمیماتی چارو څخه لیدنه او نظارت کول دی.

ښاغلی باوری وویل، د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست لپاره حکمت الله افغان د ازاد رقابت له لاری په رسمی ډول بریالی سوی، چی په خبره یې نوموړی د ماسټرۍ تر کچی زده کړی کړی او د یاد ریاست لپاره یو له باتجربوو او وړو کسانو څخه دی.

دغه راز نوموړی وویل، له ښه مرغه د زرغونې انا د مقبرې د بیا جوړولو لپاره یې ډیزاین سوې پروژه منظور سوې او ډېر ژر به د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یادی مقبرې ترمیماتی چاری پیل سی، د هغه په خبره که یاد مبلغ پیسې د دغه مقبرې د جوړولو لپاره بسنه ونکړی نوره بودیجه به هم ورته ځانګړې کوی، څو دغه مقبره په ښه ډول ورغول سی.

ښاغلی باوری وویل، چی د زړې جامع جومات او مینا د برج د یو شمېر برخو ترمیماتی چاری یې د ځایی اوسېدونکو لخوا له ځنډ سره مخ سوی، چی د یادی ستونزی د حل په برخه کی یې له کندهار والی څخه د همکاریو غوښتنه هم وکړه.

کندهار والی حیات الله حیات راغلی معین ته ښه راغلاست ووایه او ټاکل سوی رئیس ته یې د نوی دندی د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په چارو کی بریالیتوب هیله وښوده.

دغه راز کندهار والی وویل، ولایتی اداره د تاریخی اماکنو او ابدو ساتنی ته ځانګړې پاملرنه لری، چی په خبره یې د هیواد نښی او نښانې ټوله په تاریخی اماکنو کی دی او کندهار ولایت په پراخه کچه د دغه اماکنو څخه برخمن دی.

ښاغلی حیات د زړې جامع جومات او مینا برج ځنډنیو چارو ته په اشارې سره وویل، چی یادو ستونزو ته به له ځایی اوسېدونکو سره په ګډه حل لاری ولټوی، څو دغه ترمیماتی چاری ژر تر ژره سرته ورسېږی.

120 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...