د اسیا لپاره د ترکیې حکومت د ښوونځیو مسؤل د کندهار والی سره وکتل

هارون توچوک الا داغله او ورسره مل پلاوی په داسی حال کی د کندهار والی حیات الله حیات سره وکتل، چی د کندهار د بهرنیو چارو رئیس ظاهر الکو هم حضور درلود.

راغلی پلاوی وویل په ټول افغانستان کی دولت ته د افغان ترک لیسو د انتقال پروسه بشپړی سوې او په کندهار کی ئې هم د دې پروسی د ښه انتقال په تړاو د کندهاروالی څخه ځانګړې مننه وکړه.

هغوئ وویل د ترکیې حکومت د دې ښوونځیو لپاره ځانګړې بودجه ځانکړې او اوس مهال ئې پر تدریسی نصاب او لباس باندی کار روان دی.

هارون توچوک زیاته کړه، چی دغه ښوونځی به پر نړیوال معیار برابر تدریس او تدریسی مواد ولری او د ساینسی مضامینو لپاره به د ترکیې هیواد مسلکی او باتجربه استادان مقرر سی.

هغه وویل اوس مهال د دې ښوونځیو لپاره ۳۰۰ کمپیوټرونه رانیول سوی، چی په لنډه موده کی به تر ښوونځیو ورسیږی.

کندهاروالی حیات الله حیات په تدریسی برخه کی د ترکیې حکومت د پیرزوینی مننه وکړه او ډاډ ئې وکړ، چی د دې ښوونځیو د تدریسی کیفیت لپاره به په ګډه کار کوی.

ښاغلی حیات وویل په لومړیو کی ،چی دغه ښوونځی د افغانستان او ترکیې حکومت ته انتقالېدل د زده کونکو والیدینو ئې د تدریسی کیفیت او نظم په تړاو اندېښنې درلودلې خو اوس، چی دغه کارونه وینی تر پخوا خوشباوره سوی دی.

پاته دی نه وی، چی د غونډی په وروستیو کی د کندهار افغانان ترک ښوونځی لپاره نوی مدیر یاشر هم کندهاروالی ته ورپېژندل سوو او د کندهاروالی له لوری  په کارونو کی ورته د بریالیتوب هیله وسوه.

خبریال: ولی محمد انوری

9 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی ...