دکندهار په دامان ولسوالۍ کی یو بڼسټیز روغتیایی مرکز جوړ او ګټی اخیستنی ته وسپارل سوو

دغه روغتیایی مرکزد دامان ولسوالۍ په ډایی کلی کی موقعیت لری، چی د پنج شنبې په ورځ رسماً د کندهار والی حیات الله حیات له لوری د پټۍ په پرېکولو سره ګټی اخیستنی ته وسپارل سوو.

دغه بڼسټیز روغتیایی مرکز د کندهار- بولدک ترمنځ د غځېدلی سړک په مسیر کی د دامان ولسوالۍ اړوند په ډایی کلی جوړ سوی، چی په لومړنیو روغیتایی وسایلو او پرسونل سمبال دی.

کندهار والی حیات الله حیات د دې مرکز د پرانیستی پرمهال وویل، چی کندهار ته د درویشت فرعی روغتیایی مرکزونو د جوړېدو نوې پروژه راغلې، چی دغه روغتیایی مرکز هم یو له هغه څخه دی.

ښاغلی حیات وایی دغه دروېشت روغتیایی مرکزونه د کندهار په اتو بېلابیلو ولسوالیو کی جوړیږی ، چی ټول لګښت ئې ۱،۷ میلیونه ډالره کیږی او په جوړېدو سره به ئې تر ډېره په یادو ولسوالیو کی په روغتیایی برخه کی د ولسونو ستونزی حل کړی.

کندهار والی د یاد روغتیایی مرکز تر پرانیستنی وروسته د دامان ولسوالۍ په ډایی کلی کی د  دوکانونو څخه لیدنه وکړل او هلته ئې د دوکاندارانو او نورو کسانو سره پر ورځینو چارو خبری وکړې.

د نړیوالو روغتیایی ادارو د سروې له مخی کندهار هم د افغانستان یو له هغه ولایتونو دی، چی په لیری پرتو ولسوالیو کی ئې اوسېدونکی تر ساعتونو مزل وروسته روغتیایی خدماتو ته لاس رسی پیداکوی.

خبریال: ولی محمد انوری

54 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...