دکندهار اوسېدونکی:افغانان حق لری، چی دنورو انسانانو په څېر په سوله کی ژوند وکی

د یکشنبې په ورځ د کندهار په پنجوایی ولسوالۍ کی د ولسی خلکو لخوا په افغانستان کی د سولی او اوربند غوښتلو غونډه جوړه سوې وه، چی پکښی د همدې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قومندان، قومی مشرانو، دینی عالمانو، مخورو، سپین ږرو، د مدنی ټولنو غړو، ښځو د نظر خاوندانو او عامو خلکو برخه اخیستې وه.

په غونډه کی ویناوالو په هیواد کی روانه جګړه ناروا وبلل او له ښکېلو غاړو یې د سولی او اوربند غوښتنه وکړه.

پنجوایی، ولسوالی چی یوه زراعتی ولسوالی ده د کندهار درې ولسوالۍ ژړی، میوند او ډنډ سره نښلوی، کلونه وړاندی د وسلوالو طالبانو د جنګ ډګر وو، خو اوس د ښه امنیت یوه نمونه ده.

د یکشنبې په ورځ په دغه ولسوالی کی د سولی په جوړه سوې غونډه کی د پنجوایی ولسوالۍ ولسوال فضل محمد اسحاق زی پر ولسونو د خپل منځی اتحاد او یوالی ږغ وکئ او د سولی په برخه کی یې د خلکو پر ګډ کار ټینګار وکړ.

نوموړی له وسلوالو طالبانو د سولی غوښتنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چی نور دی په هیواد کی د ورور ولۍ او اتحاد ټغر وغوړېږی، څو ټول افغانان ورباندی په ګډه ژوند مخ ته یوسی.

دینی عالمانو هم خبری وکړې او د اسلام له نظره د سولی پر ارزښت یې رڼا واچول، دوی په ټینګار سره وویل، چی سوله د الله ج امر او د هغه د رسول سنت دئ، چی باید د عملی کېدو لپاره یې کار وسی.

علماوو، له خلکو وغوښته، څو د تکبر، کینې، حسد، بدنیتۍ، جنګ، جګړو او بې اتفاقۍ څخه لاس واخلی او په ګډه د یوه ستر الهی آمر د پر ځای کېدو په موخه دی کار وکړ، څو د ټولنی نور وګړی هم د سولی له ستر نعمت څخه برخمن سی.

قومی مشرانو او ځوانانو هم د جنګ پر ښکېلو غاړو د سولی ږغ وکړ او د لوی خدای ج له درباره یې د افغانانو په منځ کی د اتفاق دعا وکړه.

دوی په خپلو خبرو کی وویل، موږ هم حق لرو چی د نړۍ د نورو انسانانو په څېر ژوند او پرمختګ وکړو او د سولی له ستر نعمت څخه ځانونه برخمن کړو.

په دغه غونډه کی ښځو هم برخه اخیستې وه او د خبرو پرمهال یې د جنګ له ښکېلو غاړو ګیله وکړه، چی هر ځلی د جګړې پرمهال زیات زیان ښځو لیدلی او لا هم له دې بدمرغه جګړې څخه رنځ وړی.

ښځو وویل، له جنګه ستړی دی د جګړه مارانو کرکه کوی او د پرمختګ او سولی ارمانجن دی، څو اولادونه او د کورنۍ نور غړی یې په امن کی ژوند وکړی.

دا په داسی حال کی ده، چی په دې وروستیو کی په هیواد او په خاص ډول بیا په کندهار کی د سولی اړوند غونډی او د خلکو سولیز پاڅونونه زیات سوی دی، تېره ورځ هم د کندهار په خرقه مطهره کی مشرانو، ځوانانو او ښځو په یوه لویه غونډه کی په هیواد کی د سولی غوښتنه او په همدې تړاو یې خیراتونه وکړه.

خبریال: روزالدین ایازی

x

دا هم وګورئ

دکندهاروالی په مشرۍ جوړه سوې امنیتی ناسته کی د ولسوالیوپر امنیت او دحجاجوپرانتقال خبری وسوې

د چهارشنبې په ورځ د امنیتی مجلس اوونیزه غونډه، چی د کندهاروالی حیات الله حیات ...