دچین هیواد سفیر لیوجین سونګ وایی، د کندهار د پولیسو دظرفیت لوړونی په برخه کی مرستی کوی

د چهارشنبې په ورځ د چین هیواد سفیر کندهار ولایت ته سفر وکړ او دلته یې په منډیګک ماڼۍ کی د کندهار د امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان، قومی مشرانو او د ولایتی شورا له غړو سره ولیدل.

په دغه لیدنه کی قومی مشرانو او د ولایتی شورا غړو د چین هیواد له سفیر او راغلی ملګری پلاوی سره یو شمېر ستونزی او غوښتنی شریکی کړې.

د چین هیواد سفیر لیوجین سونګ د چهارشنبې په ورځ کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کی منډیګک مانۍ ته ولاړئ او هلته یې د کندهار د امنیه قومندان تورنجنرال تادین او د ولایتی شورا له غړو سره ولیدل.

په پیل کی د کندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان د چین هیواد سفیر ته ښه راغلاست ووایه او د دوی د همکاریو او مرستو څخه یې مننه وکړه.

امنیه قومندان وویل، دا مهال په کندهار کی د تروریزم د مخنیوی په وړاندی مبارزه خورا په چټکۍ سره روانه کړې ده او په دغه برخه کی ګڼ پرمختګونه رامنځ ته سوی دی، چی نوموړی یې ښه بېلګه ډاډمن امنیت یاد کړ.

پرهمدې مهال د ولایتی شورا غړو هم خبری وکړې او غوښتنه یې وکړه، چی د کندهار او چین د سوداګرو ترمنځ دی د سوداګرۍ د پراختیا  لپاره کار وسی او مستقیم دی سره وصل سی.

دوی وویل، میرویس روغتون چی دامهال د زون ترڅنګ د یوشمېر نورو ولایتونو ناروغان هم درملنه کوی، نو په ګڼو برخو کی طبی مرستو ته اړتیا لری، څو د اړتیاوو د پوره کېدو وروسته خلکو ته د روغتیا په برخه کی اسانتیاوی رامنځ ته سی.

د دوی په خبره، د کندهار د پولیسو لپاره دی د نظامی زده کړو په موخه په چین هیواد کی د زده کړو زمینه برابره سی، څو پولیس مو نور هم پیاوړی او مسکلی سی.

په دغه لیدنه کی یو شمېر قومی مشرانو هم برخه اخیستې وه او پرمهال یې د چین له سفیر څخه په کندهار کی د شهیدانو سوو پولیسو د کورنۍ د غړو لپاره د کورونو غوښتنه وکړه، څو بې سرپرسته کورنۍ پکښی ژوند مخ ته یوسی.

دوی په کندهار کی د وېزو په برخه کی هم د یوشمېر اسانتیاوو غوښتنه وکړه او په دغه تړاو یې د حل په موخه ګڼی ستونزی بیان کړې.

وروسته د چین هیواد سفیر لیوجین سونګ خبری وکړې او ژمنه یې وکړه، چی د کندهار لپاره به ځانګړی مرستی کوی او په ګڼو برخو کی به اسانتیاوی رامنځ ته کړی.

د ده په خبره، د کندهار د زراعت او ابیارۍ لپاره به ګڼی مرستی وکړی او دغه راز به په چین کی د وچی مېوې لپاره بازار موندنه پیدا کړی او هلته به یې په ښه بیه خرڅه کړی.

سونګ په کندهار کی د تروریزم د مخنیوی په برخه کی د سولی او ملی یوالی د اتل شهید ستر پاسوال عبدالرازق خان اڅکزی کارونه ښه یاد کړل او دغه راز یې د نوی امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان هڅی هم وستایلې او د پولیسو په برخه کی یې د پرمختللو نظامی زده کړو ژمنه وکړه.

د چین هیواد سفیر وویل، دوی چمتو دی، چی د ځوانانو لپاره تعلیمی بورسونه برابر کړی او ظرفیتونه یې لوړ کړی، څو د پرمختللو هیوادونو له ځوانانو سره په قطار کی ودرېږی.

نوموړی د کندهار د امنیه قومندان سره هم ژمنه وکړه، چی د تروریزم په برخه کی به ورسره همکارۍ او مرستی وکړی او لا به یې ملا وتړی.

هېره دی نه وی، چی په افغانستان کی د چین هیواد سفیر کندهار د خپل سفر په ترڅ کی د ولایت مقام ترڅنګ، د میرویس حوزوی روغتون او مهمند روغتون څخه هم لیدنی وکړې او د خپلو همکاریو او مرستو په تړاو یې ډاډ څرګند کړ.

خبریال: روزالدین ایازی

x

دا هم وګورئ

محب:که سوله د نظام ړنګولو پروژه وی په وړاندې به یې ودریږو

د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، یو ځل بیا د افغان سولې ...