دچین هیواد سفیر د یوه پلاوی په مشرۍ کندهارته سفر وکړ

د چهارشنبې په ورځ کندهار والی حیات الله حیات په ولایت مقام کی د چین د سفیر ( لیو جین سونګ ) سره،چی ددغه هیواد تجارتی اتشه ( وینګ هانګکون) یې ملتیا کول وکتل.

لیدنه، چی د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو ارزښت او دغه اړیکو پراختیا ته ځانګړې سوې وه، پرمهال یې د ملی امنیت د رئیس برید جنرال برکت الله څمکنی او بهرنیو چارو د رئیس ظاهر الکو ترڅنګ د یو شمېر دولتی ادارو مسؤلینو، صنعت کارانو، سوداګرو او د کندهار پوهنتون یو شمېر استادانو ګډون کړی وو.

په لیدنه کی کندهار والی حیات الله حیات د چین هیواد سفیر او ورسره راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان او چین د سوداګریزو او اقتصادی اړیکو پر ارزښت او د هغه پر لا پیاوړتیا یې هر اړخیزه ویناوی او ترڅنګ یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو غوښتنه هم وکړه.

دغه راز د کندهار ولایت سوداګرو او صنعت کارانو یو په بل پسی د خپلو خبرو پرمهال وویل، چی افغانستان او چین په خپلو منځونو کی پیاوړی سوداګریزی اړیکی او په اقتصادی او سوداګریزو برخو کی خورا زیات تاریخی قدامت هم لری.

هغوئ د دواړو هیوادونو په سوداګریزه برخه کی د لاسته راوړنو ترڅنګ وویل، چی د افغانستان او چین ترمنځ لومړنۍ سوداګری دکندهاره پیل سوې او غوښتنه یې وکړه، چی چین دی دافغانستان سره د وېزې په برخه کی اسانتیا او د افغانستان د مېوو صادرولو ته دی په مستقیم ډول له چین هیواد سره سوداګرۍ ته زمینه برابره کړی.

په وار سره د چین سفیر د کندهار والی له  تود هرکلی، ښه راغلاست، د یاد هیواد سره د سوداګریزی برخی ترڅنګ د ښو اړیکو په موخه مننه وکړه او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، چی چین د افغانستان سره د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو لا پیاوړتیا ته ژمن دی، چی ترڅنګ یې په افغان سوله کی هم د همکارۍ ډاډ وړاندی کړ.

ښاغلی سونګ وویل، د افغانستان او چین ترمنځ به د هوا او یا هم د مځکی له لاری مستقیمی سوداګرۍ ته لاره هواروی او هم به د افغانستان مېوو او نورو صادراتی توکو ته نړیواله معیاری زمینه برابروی، ترڅو د نورو هیوادونو غوندی افغانستان هم چین ته په مستقیم ډول خوراکی او غیر خوراکی توکی صادر کړی.

دغه راز نوموړی وویل، چی په افغانستان کی به په تدریجی ډول د برېښنایی سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ دواړه هیوادونه د رېل پټلۍ او نورو لویو لارو په ذریعه هم سره ونښلوی.

د چین هیواد سفیر ډاډ وړاندی کړ، چی د افغانستان د تعلیمی برخی د پراختیا لپاره به هم له هری ممکنه لاری ګټه اخیستنه کوی.

پاته دی نه وی، چی د چین سفیر ( لیو جین سونګ ) کندهار والی حیات الله حیات ته د یاد هیواد له شفتالو څخه جوړه مربا، د کندهار پوهنتون لپاره ۲ بابه کمپیوټرونه او د کندهار پوهنتون د ممتازو محصلینو لپاره یې د ۲ زره امریکایی ډالرو ترڅنګ قرطاسیه هم د ډالیو په شکل ورکړې، همدارنګه د کندهار صنعت کارانو د چین سفیر ته ۲ ګیلاسونه د ډالۍ په شکل ورکړه.

x

دا هم وګورئ

محب:که سوله د نظام ړنګولو پروژه وی په وړاندې به یې ودریږو

د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، یو ځل بیا د افغان سولې ...