دچین سفیر دکندهار دصنعت کارانو او سوداګرو سره لیدنه کی دهغوی ستونزی واورېدې

دچین سفیر دکندهاروالی حیات الله حیات په ملتیا د کندهاری سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل، چی پرمهال یې د ملی امنیت د رئیس برید جنرال برکت الله څمکنی او بهرنیو چارو د رئیس ظاهر الکو ترڅنګ د یو شمېر دولتی ادارو مسؤلینو، صنعت کارانو، سوداګرو او د کندهار پوهنتون یو شمېر استادانو هم ګډون کړی وو.

په دغه لیدنه کی د دواړو هیوادونو تر منځ پر سوداګریزه پراختیا او په دې برخه کی د پرتو ستونزو پر له منځه وړلو خبری وسوې.

دچهار شنبی په ورځ کندهار والی حیات الله حیات په ولایت مقام کی په افغانستان کی دچین هیواد دسفیر سره پرداسی مهال ولیدل چی دملی امنیت رئیس برید جنرال برکت الله څمکنی ، دافغانستان دسوداګری خونی مرستیال حاجی محمد یونس مهمند ،او ګڼ شمیر ملی سوداګرو هم برخه لرل.

په لیدنه کی کندهار والی حیات الله حیات د چین هیواد سفیر لیو جین سونګ ،د یاد هیواد تجارتی اتشه وینګ هانګکون  او ورسره نورو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د افغانستان او چین هیواد د سوداګریزو او اقتصادی اړیکو پر ارزښت او د هغه پر لا پیاوړتیا یې خبری وکړی  او ددی ترڅنګ یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو غوښتنه وکړه.

وروسته دافغانستان دسوداګری خونی مرستیال حاجی محمد یونس مهمند او د کندهار ولایت ګڼو سوداګرو او صنعت کارانو یو په بل پسی ویناوی وکړی دوی وویل افغانستان او چین هیوادونه په خپلو منځونو کی پیاوړی سوداګریزی اړیکی لری، چی په خبره  یې دواړه هیوادونه په اقتصادی او سوداګریزه برخه کی خورا زیات تاریخی قدامت لری.

دغو پانګوالو  د دواړو هیوادونو په سوداګریزه برخه کی د لاسته راوړنو ترڅنګ وویل، چی د افغانستان او چین هیوادونو ترمنځ لومړنۍ سوداګری له کندهاره پیل سوې او غوښتنه یې وکړه، چی چین هیواد دی له افغانستان سره د وېزې په برخه کی اسانتیا او د افغانستان د مېوو صادرولو ته دی په مستقیم ډول له چین هیواد سره سوداګرۍ ته زمینه برابره کړی.

په وار سره د چین هیواد سفیر د کندهار والی له  تود هرکلی، ښه راغلاست، د یاد هیواد سره د سوداګریزی برخی ترڅنګ د ښو اړیکو په موخه مننه وکړه او د خپلو خبرو په دوام یی وویل، چی چین د افغانستان سره د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو لا پیاوړتیا ته ژمن دی، چی ترڅنګ یې په افغان سوله کی هم د همکاری ډاډ وړاندی کړ.

ښاغلی سونګ وویل، د افغانستان او چین هیوادونو ترمنځ به د هوا او یا هم د مځکی له لاری مستقیمی سوداګرۍ ته لاره هواروی او هم به دکندهار دانارو  او نورو صادراتی توکو ته نړیواله معیاری زمینه برابروی، ترڅو د نورو هیوادونو غوندی افغانستان هم چین هیواد ته په مستقیم ډول خوراکی او غیر خوراکی توکی صادر کړی.

دچین هیواد سفیر وویل، په افغانستان کی به په تدریجی ډول د برېښنایی سوداګرۍ د پراختیا ترڅنګ دواړه هیوادونه د رېل پټلۍ او نورو لویو لارو په ذریعه هم سره ونښلوی.

نوموړی ډاډ وړاندی کړ، چی د افغانستان د تعلیمی برخی د پراختیا لپاره به هم له هری ممکنه لاری ګټه اخیستنه کوی او دپخوانیو مرستو په شان به خپلی نوری روغتیایی مرستی جاری ساتی

کندهار والی حیات الله حیات دچین او افغانستان داړیکو ستاینه وکړه او دچین هیواد دوستی یی وستایل  او وویل چین هیواد همیشه دافغانستان سره په بیلابیلو برخو کی دوامداره مرستی ترسره کړی او کوی یی

پاته دی نه وی، چی د چین هیواد سفیر  لیو جین سونګ کندهار والی حیات الله حیات ته د یاد هیواد له شفتالو څخه جوړه مربا، د کندهار پوهنتون لپاره ۲ بابه کمپیوټرونه او د کندهار پوهنتون د ممتازو محصلینو لپاره یې د ۲ زره امریکایی ډالرو ترڅنګ قرطاسیه هم د ډالیو په شکل ورکړې، همدارنګه د کندهار صنعت کارانو د چین هیواد سفیر ته ۲ ګیلاسونه د ډالۍ په شکل ورکړه.

خبریال: سید ستارمهتابی

x

دا هم وګورئ

محب:که سوله د نظام ړنګولو پروژه وی په وړاندې به یې ودریږو

د افغانستان د ملی امنیت شورا سلاکار حمدالله محب، یو ځل بیا د افغان سولې ...