دپنجوایی ولسوالۍ مشرانو ولایتی شورا ته شکایت وکړ،چی دمهاجرینو په نامه مرستی ترمستحقو کسانونه رسیږی

هغوئ د یک شنبې په ورځ د ولایتی شورا په نوبتی غونډه کی وویل، چی په دې ولسوالۍ کی د مهاجرینو په نامه مرستی څو مشخصو کسانو ته رسیږی.

د شورا په غونډه کی دغه راز د کندهارښاروالۍ پر نیم کاره پروژو هم بحث وسو او په اړه ئې لازم تصامیم ونیول سوه.

د پنجوایی ولسوالۍ یو شمېر مشران د شورا غونډی ته ځکه عارض سوی وه، چی په دې ولسوالۍ کی د مهاجرینو په نامه شل بابه کشمش خانې منظور سوی خو ټول په یوه کلی کی جوړیږی او هغه هم د مهاجرینو په نامه د څو مشخصو ځایی کسانو لپاره جوړیږی.

په دغه غونډه کی د کندهار کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس او د آی او ایم مرستندویه ادارې استازی وویل، چی دوئ ټولی پروژې په سیمه کی د کډوالو د ضرورت مطابق عملی کوی او تر ډېره ئې حق مستحقو کسانو ته رسولی.

د ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال د پنجوایی ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزه پرځای وبلل او په وینا ئې، چی دا لومړی ځل نه دی، چی د مهاجرینو په نامه مرستی څو مشخصو کسانو ته رسیږی.

هغه وویل دوئ به یاده موضوع د ولایتی ادارې سره شریکه کړی، ترڅو یو اساسی حل لار ورته پیداکړی.

د ولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال په کندهار ښار کی د ښاروالۍ نیمکاره پروژې هم د پوښتنی وړبولی او یادونه کوی، چی په دې تړاو باید کندهار ښاروالی او د یادو پروژو قرار دادی شرکتونه ولس ته جواب ووایی او د نه بشپړېدو لامل ئې ولس ته روښانه کړی.

د ولایتی شورا په غونډه کی د یو شمېر مراجعینو پر ستونزو او غوښتونو هم بحث وسو او د حل په موخه اړوند ادارو ته راجع سوه.

خبریال: ولی محمد انوری

63 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...