دټاپی پروژې په اړه داړوند ارګانو اوقومی مشرانو ترمنځ دپوهاوی غونډه جوړه سوه

دغه غونډه، چی  دولایت مقام دمرستیال عبدالحنان منیب په مشرۍ جوړه سوې وه پرمهال یې  دټاپی پروژې پر ارزښت خبری وسوې.

دولایت مقام مرستیال او نورو ویناوالووویل، ټاپی پروژه د افغانستان  دروښانه سباوون زیری دځان سره لری.

په وینا یی، داپروژه په افغانستان کی دپانګونی لپاره دباور فضا رامنځ ته کوی.

دچهارشنبې په ورځ په ولایت مقام کی دټاپی پروژې په اړه داړوند ادارو، ولایتی شورا او قومی مخورو ترمنځ دپوهاوی او همږغۍ په غونډه کی دولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب  دخپلو خبرو پرمهال دټاپی پروژې پر اهمیت خبری وکړې او وویل داپروژه به دیرش کاله دوام وکړی، چی  شاوخوا پنځه زره کسانو ته به پکښی دکارکولو زمینه برابره سی.

دولایت مقام مرستیال  ټاپی پروژه دسولی او پرمختګ لپاره ښه زیری وبلی په خبره یې  چی دافغانستان ټول اوسیدونکی باید دیادی پروژې  په رغونه اوساتنه کی پوره ونډه واخلی.

وروسته دهیواد په سطحه دټاپی پروژې دهمکاهنګۍ ددفتر استازی خلیل الرحمن دیادی پروژې دکارونو په اړه پریزینټیشن ورکړ.

ده وویل،  ټاپی پروژه دترکمنستان، افغانستان،  پاکستان اوهند ترمنځ دګازو نل لیکی ته وایی، په خبره یې دهر ات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو کی به داته سوه شپاړس کیلو متره په اندازه دغه نل لیکه  تیره سی اودپاکستان دلاری به هند ته ځی.

دټاپی پروژې دهماهنګۍ ددفتر استازی وویل دغه دګازو نل لیکه د ۳۳ میلیارډه مکعب ګازو ظرفیت لری، چی د افغانستان ونډه په کښی تر درو لسیزو پوری یونیم میلیارډ مکعب کیږی.

نوموړی دقومی مشرانو او هغه اوسیدونکو څخه چی ددغه نل لیکی دلاری مځکی ځی دهمکاریو غوښتنه وکړه.

ورپسې دولایتی شورا غړی حاجی نعمت الله شیردلی او نورو قومی مشرانو یو په بل پسی ویناوی وکړې او خپل نظرونه یې دولایت مقام دمرستیا او ټاپی پروژې دهماهنګۍ دمسولینو سره شریک کړل.

دوی ددغه پروژې پر کارونو چی په هرات ولایت کی شروع سوی خوښی وښول او وویل، هغه سیمه کی چی دغه نل لیکه تیریږی باید دکارکولو اولیت ځایی اوسیدونکو ته ورکړل سی څو دغه پروژه نوره مخته ولاړه سی.

دغه قومی مشرانو دخپله اړخه دهررنګه همکاریو ډاډ څرکند کړ.

باید وویل سی دټاپی پروژې کارونه درې کاله مخکی شروع سوی او تمه ده چی دسږکال ترپایه یی لومړنۍ چاری  بشپړه سی.

خبریال: سیدستارمهتابی

x

دا هم وګورئ

دکندهار امنیه قومندان وایی وسله وال ترهګر د ولس په وینه تویولو سره ګټه اخلی

نوموړی دکندهار پر امنیه قوماندانۍ تر پرونی برید وروسته دغه خبری وکړې؛ هغه چی د ...