دونالد ټرمپ پر خامنه یی د بندیزونو فرمان لاس لیک کړ

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یو نوی اجرائیوی فرمان لاس لیک کړ او د ایران په ستر مذهبی مشر آیت الله خامنهیی او د هغه پر دفتر یې بندیزونه ولگول.

جمهور رئیس ټرمپ د دوشنبې په ورځ د جون په ٢۴ (چنگاښ ٣) خبریالانو ته وویل د ایران د مشر او د هغه په دفتر په بندیز لگولو سره ټولو مالی منابعو ته د آیت الله خامنه‌یی لاس رسی قطع کیږی.

ښاغلی ټرمپ وویل چې د ایران مشر د خصمانه اقداماتو مسؤل دی.

هغه زیاته کړه: “یواځې کولای شو ووایو چې مونږ هیڅکله نشو کولای اجازه ورکړو ایران اټومی وسله ولری. ایران باید د تروریزم له ملاتړ لاس واخلی.”

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د ایران سره مذاکراتو ته د خپلې لیوالتیا په اړه وویل: “غواړو مذاکره وکړو، که هغوی وغواړی. که ونه غواړی هم ستونزه نشته، خو مونږ خوښیږو چې دا کار وشی او صادقانه ووایم، ښایی ډیر ژر دغه کار وشی”.

هغه زیاته کړه: “مونږ د ایران او یا بل کوم هیواد سره د نښتې په لټه کې نه یو… ډیره حوصله مو وکړه، خو دا پدې معنی ندی چې په راتلونکې کې به بیا هم دا کار وکړو.”

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانگړې استازی برایان هوک، په سیمه کې دی او د خپلو متحدینو سره سلا مشورې کوی.

د اسوشیتدپرس اژانس د رپوټ له مخې مایک پمپیو نن د عربستان د پاچا ملک سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان سره جلا جلا غونډې کړیدی. امریکا کوښښ کوی چې د ایران په خلاف نړیوال ائتلاف جوړ کړی.

108 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...