دلوی امپراطور احمدشاه بابا دمور زرغونې انا مقبره د ۹ میلیونو افغانیو په لګښت له سره ترمیمیږی

دغه څرګندونی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند رسول باوری د چارشنبې په ورځ د کندهار ولایت مقام له مرستیال عبدالحنان منیب، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سلاکار ډاکټر طارق رشاد او ګڼ شمېر نورو دولتی مامورینو سره یوځای د زرغونې انا له مقبرې څخه دلیدنی پرمهال وکړې.

دا د ارغنداب ولسوالۍ د کوهک کلی دی، چیری چی د لوی امپراطور احمدشاه بابا د مور زرغونې انا مقبره ده.

دلته نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند رسول باوری ، د کندهار ولایت مقام له مرستیال عبدالحنان منیب، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار ډاکټر طارق رشاد او ګڼ شمېر نورو دولتی مامورین راغلی وه او دمقبرې د زیارت ترڅنګ یې ژمنه وکړه، چی ډېر ژر به دا تاریخی زیارت بیا ترمیم سی.

ښاغلی باوری خبریالانو ته وویل، چی وزارت یې ددې مهم او تاریخی زیارت دبیا ترمیم لپاره ۹ میلیونه افغانۍ ځانګړی کړی دی، چی که په وینا یې اړتیا سوه نوری پیسې به هم پر ولګول سی.

د کندهار ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب بیا دخپلو خبرو پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه مننه وکړه، چی په ټوله کی یې په کندهار کی د تاریخی ځاینو او مقبرو بیا ترمیم ته پاملرنه زیاته کړې ده.

مرستیال والی وویل، چی دا د کندهار ولایت مقام او په ټوله کی د ټولو کندهاریانو غوښتنه ده، چی تاریخی اماکن یې وساتل سی او دبیا ترمیم لپاره یې کار وسی.

وروسته تردې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین پوهاند رسول باوری ، د ولایت مقام مرستیال عبدالحنان منیب او ورسره پلاوی دحاجی میرویس خان نیکه د مقبرې له ترمیماتی چارو څخه هم لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین ددې مقبرې څخه دلیدنی پرمهال وویل، چی دلته د ترمیم چاری په سم ډول روانی دی او ډېر ژر به دا تاریخی مقبره هم په هغه پخوانی قدامت په اساسی شکل ورغول سی.

خبریال: رحیم الله رحیمی

90 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...