دفاعی او امنیتی رهبری ځوانیږی / نوید احمد څرک

اوس چې افغان حکومت او افغانستان یو ښه امنیتی او دفاعی بنسټونه لری او دا بنسټونه په ډیرو قربانیو جوړ شوی چې د افغانستان راتلونکی ته یې خلک ډیر خوشبینه کړی چې هیڅکله به دښمن ته اجازه ور نه کړی چې دې وطن ته په بدو سترګو وګوری.
دا ټولو ته مالومه ده چې د پخوانیو مجاهدینو د رهبرانو کسانو هوایی رتبې اخیستې وې، مسلکی زده کړې یې نه درلودلې او ان ځینو خو یې عصری زده کړې هم نه درلودلې، خو دا چې هغه وخت مسلکی افسران، ډګروالان او جنرلان نه و، نو د اړتیا او مصلت له مخې همدا کسان په دندو وګمارل شول او افغان حکومت د ملی اردو، امنیت او پولیسو د مسلکی کسانو په روزنې کار پیل کړ.
اتلس کاله مزل سره اوس دفاعی او امنیتی برخه ښه ځوان مسلکی کادرونه لری چې د جګړې تر څنګ په عصری ټکنالوجۍ هم پوهیږی او کولی شی جګړه رهبری او له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې وساتی.
افغان حکومت له تېرو څلور کلونو راهیسې د پخوانیو جنرالانو، ډګروالانو او ډګرمنانو د تقاعد لړۍ پیل کړې چې زرګونه کسان پکې تقاعد شوی او پر ځای یې نوی ځوان کادرونه چې مسلکی او عصری زده کړې لری، ګمارل شوی دی.
که څه هم په لومړیو کې اندیښنې وې چې ګنې تقاعد شویو کسانو ځای به ځوان کادرونه ژر ډک نه شی کړلی، خو د وخت په تیریدو ثابته شوه چې ځوان کادرونه کولی شی د جګړې تر څنګ په رهبرۍ کې هم موثر ثابت شی.
تازه اقدام کې ملی دفاع وزارت ۱۱سوه جنرالان، ډګروالان او ډګرمنان تقاعد کړی او پر ځای یې ځوان نسل ګمارلی دی، پخوانی کسان د عمر له لحاظه ډیر و او نه یې شول کولی چې تر دې وروسته مهمه دنده مخ ته یوسی.
ځوانان اوس د دفاعی او امنیتی سکتور په رهبرۍ کې شته چې تر بل هر وخت یې جګړه ښه رهبری کړې او د دولت وسله والو مخالفو ډلو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
ویلی شو چې روان او راتلونکی کال به د وسله والو ډلو لپاره د ژوند وروستی کلونه وی او ځوانه رهبری او افغان دفاعی او امنیتی ځواکونه به د دې ډلې مرکزونه او ریښې له منځه یوسی.
که څه هم د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د نوم بدی کولو لپاره د سیمې استخبارات کار کوی چې په افغانانو او یو او بل ادرس د خلکو له پامه بد کړی، خو افغانان هوښیار دی او هیڅ چانس نه ورکوی چې یو ځل بیا دا مهم بنسټونه نوم بدی او یا له منځه لاړ شی.
افغانان اوس په خپلو ځواکونو باور لری چې همدا ځواکونه دی چې د خاورې او ناموس دفاع کوی او هیڅ دښمن ته اجازه نه ورکوی چې دا ځواک او دا سیستم خراب کړی.
افغانستان د پرمختګ په حال کې روان دی او له یو کال څخه بل کال ته مو ځواکونه په ځان بسیا کیږی او مسکلی کیږی، تازه راپورنه ښیی چې اوس هوایی او شپنی عملیات نوی سلنه افغان ځواکونه پلانوی او سر ته رسوی چې وسله وال ترهګر یې له سخت تاوان سره مخ کړی دی.

75 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

طالبانو د ټولګټو پروژو ویجاړول منلي/ نوید احمد څرک

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږ خپور شوی چې پکې منل شوې ...