دسرحدی ولسوالیو قومی مشران:مرکزی او ولایتی اداره دی ورته پاملرنه زیاته کړی څو نوی نسل یې په پوهه او علم سمبال سی

قومی مشرانو د سرحداتو قومونو او قبایلو چارو ریاست تر چتر لاندی د غازی عبدالله خان لېسې څخه د ۷۰ تنو زده کوونکو د فراغت په مراسیمو کی دغه څرګندونی وکړې.

دا د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کی د غازی عبدالله خان لیسه ده چی ټولی چاری یې د سرحدونو قومو او قبایلو ریاست له لوری اداره کیږی په دې لیسه کی د ډیورنډ فرضی کرښی ته نژدی د پنځو ولسوالیو څخه زده کوونکی زده کړی کوی.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس عبدالرازق عابد وایی چی د غازی عبدالله په لیسه کی ۱۹۷۰ تنه زده کړی کوی چی له جملې څخه یې ۱۳۰ تنه ددې لیسه په لیلیه کی د زده کړو تر څنک ژوند هم کوی چی ټول مصارف یې د همدې ریاست له لوری ورکول کیږی.

نوموړی وایی چی د تېر یوه کال څخه په سپین بولدک ولسوالۍ کی د غازی عبدالله خان لیسې چاری د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزات ته سپارل سوی چی تر دا مهاله یې په دې لیسه کی د ترمیماتو برق او نورو درسی لوازمو په برخه کی زیاتی اساتیاوی رامنځته کړی خو وایی چی دلته د دارلمعلمین څخه فارغ او لیسانس ښوونکو کمی ده چی په خبره یې په راتلوونکی کال کی به د نور پرمختګونو تر څنګ دغه ستونزه هم حل کړی.

ښاغلی عابد وایی چی سږ کال ددې لیسې څخه ۷۰ تنه زده کوونکی فارغ سوه چی زیات یې په لوړو نمرو د کندهار پوهنتون ښو پوهنځیو ته کامیابه سوی دی.

دا راز د ولایتی شورا غړی نعمت الله وفا زده کوونکو ته د فراغت مبارکی ورکړه او زیاته یې کړه چی لا هم باید زده کړو ته دوام ورکړی او د ماسټری تر کچی زده کړی وکړی.

نوموړی زیاته کړه نوی نسل باید په ښه ډول وروزل سی څو راتلوونکی مو روښانه وی.

بل لوری ډیورنډ فرضی کرښی ته نژدې د سرحدی ولسوالیو د شوراګانو ریسانو او قومی مشرانو وویل چی ولایتی او مرکزی اداره باید لاهم د پوهنی په برخه کی دغه ولسوالیو ته پاملرنه زیاته کړی.

هغوی زیاته کړه چی د پنځو سرحدی ولسوالیو څخه په ډېره کمه اندازه ځوان نسل په زده کړو بوخت دی او که چیری حالات داسی وی راتلوونکی کی به لاهم د ستونزو سره لاس او ګرېوان یو.

هېره دی نه وی چی د ټول هیواد په سطحه پنځه لویی لیسې د سرحدونو قومونو او قبایلو وزارت له لوری رهبری کیږی چی درې یې په مرکز کابل او پاته نوری یې په کندهار ، ننګرهار او خوست کی دی.

خبریال: احمدشاه شاداب

x

دا هم وګورئ

دکندهار امنیه قومندان وایی وسله وال ترهګر د ولس په وینه تویولو سره ګټه اخلی

نوموړی دکندهار پر امنیه قوماندانۍ تر پرونی برید وروسته دغه خبری وکړې؛ هغه چی د ...