انګلنډ لومړی ځل لپاره د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جام وګټئ

د کرکټ نړیوال جام پای لوبه نن یکشنبه (جولای ۱۴) د انګلنډ او نیوزیلند ترمنځ وشوه.

د لومړی ځل لپاره انګلنډ او نیوزیلنډ د کرکټ نړیوال جام پای لوبې ته وتلی وو چې انګلنډ وکتله.

د پای لوبې پچه د نیوزیلند لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپ وهلو/ بیټنګ پریکړه وکړه. نیوزیلند لوبډلې په پنځوس اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو ۲۴۱ منډې جوړې کړې او انګلنډ ته یې د ۲۴۲ منډو هدف کیښود.

خو لوبه سوپر اور ته ووته، او په سوپر اور کې هم لوبه برابره شوه. په پایله کې دا چې انګلنډ په پنځوسو اورونو کې زیاتې څلوریزې او شپږیزې وهلې وې، د هغه قانون پر اساس د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام اتل شو.

نیوزیلند لوبډلې لپاره کپټان ویلمسن ۳۰، ګوپتیل ۱۹، نیکالس ۵۵،لاتم ۴۷، ټیلر ۱۵، نیشم ۱۹، ګرنډهام ۱۶، هینری ۴، او وروستی لوبغاړی سنټنر ۵ او بولټ ۱ منډې په ترلاسه کولو سره ناسوځیدلی پاتې شول.

د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړیوال جام د مۍ په ۳۰ نیټه په انګلنډ او ویلز کې پیل شوی وو چې نن یکشنبه ( جولای ۱۴) پای ته ورسید.

نړیوال جام کې ۱۰ هیوادونو ګډون درلود

له پای لوبې مخکې په لومړۍ نیمه پای لوبه کې نیوزیلند، هند ته ماتې ورکړه او پای لوبې ته ووت، په دویمه نیمه پای لوبه کې انګلنډ، استرالیا لوبډله ماته کړه او په پای لوبه کې د نیوزیلند سیال شو.

افغانستان په نړیوال جام کې ۹ لوبې وکړې چې یوه یې هم و نه ګټله.

د یادولو وړ ده چې بل نړیوال جام به د ۲۰۲۳ کال په فبرورۍ کې په هند کې ترسره شی.

16 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکی دخپلواکۍ سلمه کلیزه په یولړپوځی مراسمو سره ولمانځل سوه

د دوه سوه پنځم اتل قول اردو په انګړکی د هیواد دخپلواکۍ د سلمی کلیزی ...