امریکا: د یورانیمو په اړه د ایران پرېکړه د ورانکارۍ یوه برخه ده

د امریکا متحده ایالتونو د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس ویلی چې د یورانیمو د بډاینې په اړه د ایران پرېکړه د دغه هېواد د ورانکارو فعالیتونو یوه برخه ده.

ښاغلی پنس پرون دوشنبه په واشنګټن کې د اسرائیل لپاره د مسیحیانو د یووالی کنفرانس ته وویل چې متحده ایالتونه به هېڅ کله ایران ته اجازه ور نه کړی چې اټمی وسلو ته لاسرسی پیدا کړی.

د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس تر خبرو مخکې د ایران د اټمی انرژۍ د سازمان ویاند بهروز کمالوندی اعلان وکړ چې هېواد یې د دوشنبې په سهار د یورانیمو د بډاینې کچه له څلور نیمو اړولې ده.

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمی تړون په اساس دغه هېواد اجازه نه لری چې یورانیم له درې اعشاریه اوه شپېتو زیات بډایه کړی.

بډایه یورانیم د اټمی بمونو په جوړولو کې کارول کېږی.

ایران که څه هم ویلی چې د اټمی تړون محدودیت ته نور پام نه ساتی، خو مخکې یې ویلی وو چې د دوی اټمی پروګرام سوله ییز اهداف تعقیبوی

x

دا هم وګورئ

دکندهار امنیه قومندان وایی وسله وال ترهګر د ولس په وینه تویولو سره ګټه اخلی

نوموړی دکندهار پر امنیه قوماندانۍ تر پرونی برید وروسته دغه خبری وکړې؛ هغه چی د ...