اسفندیار ولی خان: د عمران خان پر ضد پراخ لاریونونه راباسو

پاکستان کې د عمران خان د حکومت مخالفو سیاسی ګوندونو د جولای له ۲۵مې څخه د لاریونونو را ایستلو ګواښ کړی دی.
د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مشر اسفندیار ولی خان وایی، د حکومت ضد دا خوځښت به شهباز شریف به پنجاب، بلاول بوټو به سېند، فضل الرحمن او افتاب شیرپاو به له خیبر پښتونخوا او همدا راز به محمود خان اڅکزی او حاصل خان بزنجو بلوچستان کې مخته وړی او له هغې وروسته به د اسلام اباد پر خوا لویو مارشونو او مظاهرو سره ورخوځېږی.
اسفندیار ولی خان وایی، خلک له اوسنی حکومت څخه تنګ شوی دی او دوی به د ولس د ژغورلو لپاره اوسنی حکومت کور ته رخصتوی.
نوموړی زیاته کړې ده چې حکومت ستره محکمه د خپلو ګټو لپاره کاروی او د حساب کتاب خبره باید د صدراعظم له کوره پیل شی، نه دا چې نور سیاسیون ونیسی او بندیان یې کړی.
مسلم لیګ ن ګوند لا د ای این پی د اعلان په تړاو څه نه دی ویلی، خو څو ورځې وړاندې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د حکومت ضد د لاریونونو تنظیمولو غوڼده ناکامۍ سره مخ شوې وه، خو اوس دا دی اسفندیار ولی خان خبر ورکړی چې دوی به د حکومت پر ضد د جولای له ۲۵مې وروسته منظم لاریونونه پیل کړی.

123 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکندهاروالي په مشرۍ دمعارف شورا لومړنۍ ناسته ترسره سوه

نن سې شنبه تر غرمې وروسته ولایت مقام کي د کندهار والي حیات‌الله حیات په ...