ارګ: د دوحې بین الافغانی ناستې پایله مثبته وه

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیل‌زاد د سې شنبې په ورځ په دوحه کې له طالب استازو سره د خپلې اووم پړاو خبرې د پرمختګ له یو لړ نښو نښانو سره راټولی کړی.

رویټرز خبری اژانس وایی، یوه ورځ وروسته له هغې چې په دوحه کې د طالبانو په شمول بین‌الافغانی خبرې پای ته ورسېدې، زلمی خلیل‌زاد د سې شنبې په سهار دغلته له طالب استازو سره په لنډه توګه ولیدل.

دې خبری اژانس د یو لوړپوړی چارواکی له خولې چې د خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ د شویو خبرو په جریان کې دی ویلی، د خبرو اترو دا اووم پړاو پای ته رسېدلی او زلمی خلیل‌زاد به اوس خپلو مشرانو ته معلومات ورکوی او هغوی به په‌دې اړه یو اعلان کوی.

رویټرز د چارواکو له خولې وایی، امریکا او طالبان یو داسې جوړجاړی ته نژدې شوی دی چې به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او طالبانو له‌خوا پر دې ژمنه چې افغانستان به بیا نړیوالو ترهګرو ته ځای نه ورکوی، متمرکز وی.

تېره اوونۍ زلمی خلیل‌زاد پر خپل ټویټر ولیکل چې له طالبانو سره اووم پړاو خبرې یې چې د جون له ۲۸مې نېټې راپیل شوې وې، تر ټولو ګټورې خبرې وې.

د نوموړی په وینا په‌دې خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو په وتلو، د ترهګرۍ پرضد د مبارزې ډاډ، د ښکېلو افغان لورو ترمنځ د مخامخ خبرو او اوربند په شمول په ټولو برخو کې پرمختګ شوی دی.

د سې شنبې په ورځ زلمی خلیل‌زاد له طالبانو سره د وروستی پړاو خبرو له پای ته رسېدو وروسته پر خپل ټویټر ویلی:”نن سهار مې د طالبانو سره غونډه درلوده. اوس چین ته روان یم او بیا به د افغان سولې بهیر د راپور ورکولو او مشورې لپاره واشنګټن ته ستنېږم.” نوموړې نور جزئیات نه‌دی ورکړی.

تر اوسه دا چې په مشخصه توګه طالبان او د زلمی خلیل‌زاد په مشرۍ امریکایی پلاوی خپلو کې په څه سلا شوی، جزئیات نه‌دی په ډاګه شوی، خو رویټرز خبری اژانس په کابل د لویدیځو ډیپلوماټانو له قوله چې په‌دې خبرو خبر دی، وایی، تمه لری چې د خلیل‌زاد له‌خوا د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به د امریکا حکومت یو اعلان وکړی.

اخوا  افغان حکومت وایی، په دوحه کې له شویو ټولو بحثونو څخه خبر دی.

د ولسمشر محمد اشرف غنی ویاند صدیق صدیقی د سې شنبې په ماښام ازادی راډیو ته وویل:”موږ د دې پروسې په بېلابېلو مرحلو خبر یو، د افغانستان حکومت د دې پروسې له ټولو جزئیاتو او بحثونه په بشپړه توګه معلومات لری او په‌کې دخیل دی او د دې پروسې یوه مهمه برخه د افغانستان حکومت دی.”

x

دا هم وګورئ

دکندهار امنیه قومندان وایی وسله وال ترهګر د ولس په وینه تویولو سره ګټه اخلی

نوموړی دکندهار پر امنیه قوماندانۍ تر پرونی برید وروسته دغه خبری وکړې؛ هغه چی د ...