خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

ډاکټر سعید
د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دی چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوی، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوی.

نن درته د خېټې د کوچنی کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ.

۱٫ د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې کیمیاوی بدلونونو ته ډېر ښه دی.
۲٫ سپینو وریجو نه ځان وساتئ، په خوړو کې د جوارو ډوډۍ هم وکاروئ.
۳٫ بورې او له بورې جوړو خوږو شیانو نه جدی پرهېز وکړئ.
۴٫ هره شیبه د اوبو په څښلو ځان عادت کړئ، ځکه د اوبو ډېر څښاک د حجراتو کیمیاوی عمل سمون خواته بیایی او له جسم نه فاسد مواد هم په ډېره اسانۍ ورسره اخراجېږی.
۵٫ د هوږې روغې دانې وکاروئ، داسې چې دوه یا درې د هوږې دانې د لیمو جوسو سره وخورئ، دا په بدن کې د وینې جریان تېزوی.
۶٫ د سرې کړې غوښې خوراک بیخی پرېږدئ.
۷٫ د مېوو او سبزیجاتو کارول زیات کړئ.
۸٫ په خوړو کې د دارچینی، کورکمن، ادرک، سپینې زیرې او تور مرچ لرونکو مسالو کارونه زیاته کړئ، دا شیان د وینې غوړ او شوګر هم له منځه وړی.
۹٫ شنې چای هم د خېټې د وازدو سوځولو لپاره ګټورې دی.
۱۰٫ په یو لوښی کې یو کاشوغه شات، څو دانې تور مرچ، او پودینه واچوئ، پنځه دقیقې یې په اور کېږدئ، بیا یې چاڼ کړئ او قهوه یې وڅښئ، خو ورځ کې یو ځل.
۱۱٫ د چایو نیمه کاشوغه دارچینی پوډر واخلئ، پنځه دقیقې یې یوه پیاله اوبو کې جوش کړئ، بیا په کې یوه کاشوغه شات واچوئ، دا قهوه له ویده کېدو ده مخه او سهار له ناشتې د مخه وڅښئ.

369 ټول کتل سوی شمېر 8 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

انګور هم خوراک هم درمل

د انسانانو د خوراکی اړتیا د پوره کولو لپاره لومړۍ غذا ډوډۍ ، وریژې او ...