انګور هم خوراک هم درمل

د انسانانو د خوراکی اړتیا د پوره کولو لپاره لومړۍ غذا ډوډۍ ، وریژې او د هرهېواد خپل خوراکی حاصلات دی ، چې د دې ترڅنګ میوې هم په خوراکی حاصلاتو کې پوره ونډه لری .
د کوم هېواد چې د میوې پیداور زیات وی د هغه سوداګری د نورو هېوادونو پرتله ګټوره وی ؛ ځکه میوو ته د هر انسان او هر وخت اړتیا وی .
مونږ نن د انګورو یادونه کوو او د یوه ګټور خوراک په توګه یې درپېژنو .
انګور چې زمونږ هېوادوال یې ښه پیژنی او زمونږ د هېواد ځانګړې میوه ،او پوره ځانګړتیا یې په دې کې ده ، چې هم لمده او هم وچه میوه ده ، چې په دواړو صورتونو کې یې بېلا بېلې ګټې پرتې دی .
د انګور استعمال دوه ګټې لری؛ له یوې خوا بدن نرم او غښتلی کوی له بلې خوا د بدن پړسوب له منځه وړی، هغه نسان چې بدن یې پړسیدلی وی، په ورځ کې دې یو ځل یا یوه ورځ پس د انګورو خوراک ته دوام ورکړی د بدن چربی به یې له منځه لاړه شی.

په ځانګړې توګه هغه واړه ماشومان چې عمر یې له دوه کالو لوړ وی که انګور ورته په دوامداره توګه ورکړل شی د بدن غړی به یې غښتلی وی.
د انګورو استعمال د وچې میوې په شکل کې هم زیات ګټور دی ، چې زمونږ هېوادوال یې د چایو سره او هم میلمه پالنه کې د سهار د چایو پرمهال استعمالوی ، که د شپې لخوا په یوه ګیلاس اوبو کې تر ۵۰ دانو وچ ممیز واچول شی سهار به نهار تر اوبو وروسته یې دانې هم وخوړل شی د بدن او به به یې کاملا پوره وی هم به یې د زړه طاقت او د نظر زیاتوالی پرځای وی.
طیب پوهان وایی: انګور د یوې خوا میوه او د بلې خوا غذا او هم وچه میوه او هم د درمل په توګه استعمالېدی شی .
که حمل داره (امیدواره ) ښځه د اولاد د زېږون د مخه شنه ممیز استعمال کړی اولاد به یې له یوې خوا غښتلی او له بلې خوا د کتنې وړ ښکلی وی.

2834 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

ډاکټر سعید د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ...