کندهاروالی د ډاکار موسیسې د استازو او حاجی عزیز دسیمی د مشرانو سره ولیدل

د یکشنبې په ورځ کندهار والی حیات الله حیات په خپل کاری دفتر کی د ډاکار مؤسسې له استازو او حاجی عزیز د سیمی له مشرانو سره وکتل، چی پرمهال یې د ولایت مقام سکتوری رئیس او کار او ټولنیزو چارو ریاست استازی ګډون کړی وو.

په لیدنه کی د ډاکار مؤسسې د استازو او حاجی عزیز د سیمی د مشرانو ترمنځ په کوچنیو تجارتونو کی پر راپورته سوی ستونزی هر اړخیزه بحثونه وسوه.

وروسته د کندهار والی حیات الله حیات لخوا د دواړو لورو ترمنځ راپورته سوی ستونزی ته حل لاره ولټول سوه او د سیمی له اوسېدونکو څخه غوښتنه وسوه، څو د ورکړل سوی ماشینرۍ څخه په صحیح ډول ګټه اخیستنه وکړی او هغه په ښه ډول سره وساتی.

75 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...