کندهاروالی په ولسی جرګه کی دکندهارخلګو دمخکنی استازی خالدپښتون سره وکتل

دشنبې په ورځ کندهاروالی حیات الله حیات په ولسی جرګه کی د کندهارخلګو دمخکنی استازی خالد پښتون سره په خپل کاری دفترکی وکتل

په لیدنه کی خالدپښتون د کندهار د والی د ښه مدیریت ستاینه وکړه او د کندهاری ولسونو ستونزی یې یو په یو ورته بیان کړې او له هغه څخه یې د دغو ستونزو د حل په برخه کی د همکاریو غوښتنه وکړه.

وروسته کندهار والی وویل، دې ولایت ته د خدمت په موخه راغلی او په خپل ټول توان سره به د دغه ولایت د اوسېدونکو ستونزو ته حل لاری لټوی.

ښاغلی حیات د ولایتی ادارې په استازیتوب ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، چی د کندهاری ولسونو په ملتیا به په دغه ولایت کی نه ستړی کېدونکی هلی ځلی ترسره کوی

406 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...