د ایران سفیر محمد رضا بهرامی د کندهاروالی سره د هغه د کار په دفتر کی وکتل

د شنبې په ورځ د ایران سفیر محمد رضا بهرامی او ورسره مل پلاوی پر داسی مهال له کندهار والی حیات الله حیات سره وکتل، چی د ټولنیزو چارو مرستیال حاجی اغالالی دستګیری، د ملی امنیت رئیس جنرال برکت الله څمکنی او ګڼ شمیر نورو مسولینو حضور درلود.

په لیدنه کی د افغانستان او ایران هیواد د تجارتی، اقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی اړیکو پر تقویت خبری وسوې او د مسولینو  یو بل ته د همکارۍ ډاډ وړاندی کړی.

په افغانستان کی د ایران سفیر محمد رضا بهرامی د شنبې په ورځ د یوه پلاوی په ملیتا د کندهار والی حیات الله حیات او یو شمیر نورو مسولینو سره وکتل.

په لیدنه کی د ایران سفیر د کندهار والی له  تود هرکلی، ښه راغلاست او کندهار کی د یاد هیواد  د قونسلګرۍ سره د ښو اړیکو په موخه مننه وکړه او د خپلو خبرو په دوام یې وویل، چی ایران د افغانستان سره د اقتصادی، تجارتی، ټولنیزو او فرهنګی اړیکو تقویه کولو ته ژمن دی او تر څنګ یې په افغان سوله کی هم د همکارۍ ډاډ وړاندی کړ.

د ایران سفیر زیاته کړه، چی چابهار بندر زمینه برابره کړې تر څو افغانستان او ایران خپلی سوداګریزی اړیکی ډیری او پراخی کړی او ددې اړیکو د پراختیا لپاره یې دوه ځله د کندهار مسولین او تجاران د ایران سیستان ولایت ته دعوت کړی وه او همداراز به د جنوبی خراسان والی هم په نژدې وختونو کی کندهار ته سفر وکړی.

بهرامی وایی، چی دوی د تجارتی اړیکو د پراخیتا په موخه پلان لری په کندهار کی د سوداګریزو توکو یو نندارتون هم جوړ کړی تر څو سوداګریزو اموالو ته ښه بازار موندنه سوې وی.

وروسته کندهار والی حیات الله حیات د ایران له سفیر څخه مننه وکړه، چی په  تیرو څو لسیزو کی ایران په سلګونه زرو افغان کډوالو ته د ځای، تعلیم او کار زمینه مساعده کړې وه او هم یې د سوداکریزو اړیکو په پراختیا کی همکاری کړې ده.

ښاغلی حیات وویل، سوله د افغانانو لپاره یو حیاتی موضوع ده او د سولی په راتلو سره به زموږ ټولی ۱۸ کلنی لاسته راوړنی خوندی وی تر څو روان تدریجی پرمختګ پایداره سی.

ښاغلی حیات زیاته کړه، چی حکومت د افغانانو په مالکیت پایداره او با عزته سوله غواړو او د ایران په شمول یې د ټولو هغو هیوادونو څخه مننه وکړه، چی د افغانانو په مالکیت د سولی د روانی پروسې څخه ملاتړ کوی.

کندهار والی وویل، چی د چابهار بندر په شمول موږ په بیلابیلو نورو برخو کی هم ګډ مشترکات لرو او افغانان ژمن دی، چی د خپلو ګاونډیانو سره د تجارتی، اقتصادی، ټولنیزی او فرهنګی اړیکی په شمول ټول ګد مشترکات هم پیاوړی کړی.

حیات الله حیات وویل، چی دولت په دولت باید د ښو اړیکو رغولو ته هڅی وسی او په همدی موخه یې د ایران سفیر ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د لیدنی په وروستیو کی د ایران سفیر کندهار والی حیات الله حیات ته په لاسی کار جوړه سوې تابلو، چی کلمه شریفه پر لیکل سوې وه ډالۍ کړه او د دوامداره همکاریو د دوام ډاډ یې وړاندی کړ.

خبریال: احمد بهیر احمدی

345 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...