دفاع وزارت: په افغانستان کې د داعش فعالیتونه په کمزوری حالت کې دی

د افغانستان دفاع وزارت وایی، په دغه هېواد کې د داعش ډلې فعالیتونه د پخوا پرتله په کمزوری حالت کې دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند زبیر عارف تېر ماښام ازادی راډیو ته وویل چې دا

ډله د ننګرهار او کونړ په ځینو سیمو کې لا هم فعالیت لری، خو وایی چې په نورو سیمو کې د افغان امنیتی ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې ځپل شوې ده.

ده زیاته کړه:

“چون دا یوه بهرنۍ پدیده ده، په افغانستان کې د دوی ځای نشته، له دوی سره د خلکو ملاتړ نشته، دوی په جوزجان، زابل او کندهار کې محوه شول، اوس هغوی په یوه کمزوری وضعیت کې دی او موږ کوښښ کوو چې ختم شی.”

د افغانستان دفاع وزارت تر دې څرګندونو یوه ورځ دمخه په افغانستان کې مېشت د امریکا یوه استخباراتی چارواکی ویلی وو چې داعش ډله له افغانستانه لوېدیځ په تېره بیا امریکا ګواښی.

117 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

کندهارکي د برېښنا نه شتون او سوړ بازار دحجارۍ کار و بار زيانمن کړی دی

د اسحاق پېروز په نوم د حجارۍ د پروسس په فابريکه کي له روخام ډبري ...