افغان لوبډلې لوبه وبایلله خو د پاکستان او سریلانکا په پرتله یې هدف لوړ و

د کرکټ د ۲۰۱۹ نړیوال جام سیالیو په څلورمه لوبه کې اسټرالیا افغانستان ته ماتې ورکړه.

اسټرالیا د افغانستان له لوری ورکړل شوی ۲۰۸ منډې هدف د سیالۍ په پنځه دیرشم اوور کې په اوو ویکټو پوره کړ او په روانو سیالیو کې یې لومړۍ بریا خپله کړه.

دا لوبه چې د انګلستان په بریسټول لوبغالی کې وشوه ټاس یې افغانستان وګاټه او د منډو جوړولو پرېکړه یې وکړه، که څه هم د پیل دواړه افغان توپ وهونکی حضرت ځاځی او محمد شهزاد په په لومړی او دوهم اوور کې په صفر، صفر وسوځېدل خو ترې وروسته د رحمت شاه ۴۳، د حشمت شاهدی ۱۸د ګلبدین نائب ۳۱ او د راشد خان تېزو ۲۷ منډو هدف له ۲۰۰ پورته کړو.

افغان لوبغاړو هم د پاکستانی او سریلانکایی لوبغاړو په شان د ټاکلو ۵۰ اوورونو په لوبولو ونه توانېده او ټوله لوبډله یې په اته دېرشم اوور کې وسوځېده خو هدف یې له دواړو لوبډلو لوړ وو.

پاکستان د ویسټ انډیز په وړاندې په ۱۰۵ او سریلانکا د نوی زیلانډ پر وړاندې ۱۳۸ منډې کړې وې.

د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې اسټرالیا که څه تېزه لوبه پیل کړه خو د ګلبدین نائب له لوری د فینچ له سوځېدو سره د اسټرالیا منډې کراره شوې او دغه لوبه یې د سیالۍ په ۳۵ م اوور کې په خپل نوم کړه.

په افغان توپ اچوونکو کې راشد خان،ګلبدین او مجیب د یوې یوې ویکټې په اخېستو وتوانېدل.

د سیالۍ د غوره لوبغاړی جایزه د اسټرالیا توپ وهونکی ډیویډ وارنر ته ورکړل شوه،. نوموړی ۸۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

افغانستان به په بله لوبه کې د راتلونکې سې شنبې په ورځ د کابل په وخت دوه بجې د سریلانکا سره مخامخ شی.

د یادولو وړ چې ددې سیالیو د سبا ورځې په لوبه کې بنګله دیش او سویلی افریقا یو د بل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځی.

353 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...