د زابل کی سلګونه کیلوګرامه چاودیدونکی توکی نیول سوی دی

د زابل ولایت امنیتی مسوولین وایی سلګونه کیلوګرامه هغه چاودیدونکی توکی یې نیولی مخالفینوغوښتل کابل ته یې ولیږدوی او هلته په ورانکارو کړنو کی ورځنی کار واخلی.

د زابل ولایت امنیتی مسوولین وایی چې ددې ولایت د پولیسو له خوا هغه سلګونه کیلوګرامه چاودیدونکی توکی نیول سوی دی چی د دولت وسله والو مخالفینوغوښتل په ورانکارو کړنو کې ترې کار واخلی.

د دې ولایت امنیه قومندان سمونوال معراج الدین سادات وایی چی یاد چاودیدونکی توکی په پاکستان هیواد کی جوړ سوی وه او وروسته مخالفینو ته ورکول سوی تر څو کابل ته یې ولیږدوی او هلته ترې کار واخلی.

نوموړی وویل چی دا انفجاری مواد په د ۳۰۳ موټر کی چی د اریانا ابدالی شرکت مربوط و ځای پر ځای سوی وه چی د پولیسو له لوری کشف سول او په دې توګه یې د یو خونړۍ پیښې مخه ونیول سوه.

د زابل امنیه قومندان وویل چی د پیښې په تړاو دوه تنه نیول سوی دی او لا هم د دوی پلټنې دوام لری.

د زابل امنیتی مسوولین وایی د وسله والو مخالفینو پر وړاندی د دوی هڅی زیاتی سوی دی تر څو د اختر په شپو ورځو کی د دې ولایت د اوسېدونکو امنیت تامین سی او کومه ناوړه پیښه رامنځ ته نسی.

خبریال: محبوب حکیمی

255 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...