د ښار، کور جوړولو او اراضۍ وزارت کندهار کی صنعتکارانو ته زر جریبه ځمکه ورکوی

د شنبې په ورځ د ښار، کور جوړولو او اراضۍ وزارت درې کسیز تخنیکی پلاوی او د کندهار د سوداګرۍ او معدن خونی مسولینو دکندهار والی سره په لیدنه کی د صنعت په برخه کی پر ګڼو اسانتیاوو برابرولو خبری وکړې، چی پر مهال یې کندهار والی ورسره په ټولو برخو کی د همکارۍ ژمنه وکړه.

د شنبې په ورځ د ښار، کور جوړولو او اراضۍ وزارت څخه راغلی تخنیکی درې کسیزه پلاوی او د سوداګرۍ او معدن خونی رئیس سعدالدین سعید له کندهار والی حیات الله حیات سره د هغه د کار په دفتر کی وکتل.

په لیدنه کی لومړی د سوداګرۍ او معدن خونی رئیس سعدالدین سعید کابل ته د خپل سفر په اړه کندهار والی ته معلومات ورکړل او وویل، چی په کابل کی یې د کندهاری صنعتکارانو ستونزی د ځینو وزیرانو سره شریکی کړې، چی لاسته راوړنی هم لری.

د سعید په خبره د سوداګرۍ او صنعت له وزیر سره یې د صنعتی پارک د زیربنا، شرعی قبالو، جوازونو، د صنعتی پارک د غصب سوو ځمکو د بیرته خلاصون، د صنعتی پارک دحفظ او مراقبت، د دایمی نندارتون لپاره د ځمکی او صنایع او معدن خونی پر ځمکه بحث کړی او همداراز یې د اقتصاد، ښار، کور جوړولو او اراضۍ، کرهڼی او مالدارۍ له وزیرانو اوبریښنا شرکت له عمومی رئیس سره د خصوصی سکتور سره د مشارکتی پروژو په خاص ډول د پمبې څخه تار جوړولو، د صنعت لپاره د مسلکی کسانو روزلو، د صنعت لپاره د کاپی ځمکو پر نشتوالی، د زراعت او مالدارۍ تولیدی شرکتونو ته د پورونو پر ورکړه او دصنعتی پارک د برق ستونزی د دایمی حل غوښتنه وسول، چی مسولینو پخپلو برخو کی د همکارۍ ډاډ ورکړی و.

 

وروسته د ښار، کور جوړولو او اراضۍ وزارت څخه راغلی پلاوی هم پخپلو خبرو کی وویل، چی د صنعتی پارک د پراختیا تر څنګ دوی غواړی زر جریبه ځمکه صنعت کارانو ته په اختیار کی ورکړی او د لا زیاتو اسانتیاو برابرولو ډاډ یی وړاندی کړ.

کندهار والی حیات الله حیات د ولایتی ادارې په استازیتوب لومړۍ خوښی وښودل، چی په لوړه سطحه د صنعت د پراختیا او ودی لپاره اساسی پلانونه تر کار لاندی دی او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چی په هره برخه کی به ورسره پوره همکاری کوی.

کندهار والی لویه ستونزه د دولتی او صنعتی پارک د املاکو غصب په ګوته کړ او د راغلی پلاوی څخه یې وغوښتل، چی د ښاروالۍ او اراضۍ ریاست سره د همږغۍ مجلسونه وکړی،  تر څو لومړی دولتی املاک د ځمکو بانک کی ثبت او د دولتی عوایدو او ډیروالی تر څنګ یې دغصب مخه ونیول سی.

کندهار والی راغلی پلاوی ته وویل، چی د ښار د پراختیا او شهیدانو، معلولینو او دولتی مامورینو ته د ځمکی د ورکړی په برخه کی د هغو ښارګوټو چی پلان سوی دی باید ټول تخنیکی طۍ مراحل یې ترسره سی.

د ښاغلی حیات په خبره د ښار د وصعت په موخه دی په ښار کی د ټولو دولتی املاکو څخه لیدنه وسی او د ماسټر پلان مطابق دی یی سروی، پلان او د ځمکو د انتقال لازم قانونی مراحل سرته ورسیږی تر څو تول دولتی املاک مشخص او د غصب څخه یی مخه ونیول سی.

په غونډه کی د نویو ښارګوټو جوړولو او صنعتی پارک لپاره د نورو اسانتیاو پر برابرولو هم نظریات شریک او لازم تصمیمونه ونیول سول.

خبریال: احمد بهیر احمدی

452 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

حیات:رسنۍ دي د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی زیات کړي

د ټولو رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو سره د کرونا ویروس مخنیوي په موخه د ...