کندهار والی په ولسی جرګه کی د کندهار د خلګو د استازی سره وکتل

د سې شنبې په ورځ کندهار والی حیات الله په ولسی جرګه کی د کندهار د خلګو له استازی محمد عارف خان نورزی سره په ولایت مقام کی وکتل.

په لیدنه کی ښاغلی نورزی د کندهار ولایت د اوسېدونکو یو شمېر ستونزی له ښاغلی حیات سره شریکی کړې او د هغه د حل په برخه کی یې له نوموړی څخه د بشپړی همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز کندهار والی حیات الله حیات د خپلو خبرو پرمهال هغه ته د دغو ستونزو د حل په برخه کی د امکان ترحده د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلی حیات وویل، کندهار ته د خدمت په موخه راغلی او په خپل ټول توان سره به د دغه ولایت زورېدلی ولس ته خدمت کوی، څو د کندهاری ولسونو حقوق خوندی ساتل سوی وی.

پاته دی نه وی، چی په لیدنه کی ښاغلی نورزی کندهار والی د اعزاز بګړۍ هم ور پر سر کړه او هغه ته یې په چارو کی د لا بریالیتوب هیله وکړه.

129 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د سیمه ییزی حکومتوالۍ د ښه والی لپاره د پوهی او تجربو شریکولو پروګرام جوړ سو

د شنبې په ورځ په کندهار کی د سیمه ییزی حکومتوالۍ د ښه والی لپاره ...