کندهار والی د دغه ولایت د املاکو د مخکنی مسؤل سره وکتل

د سې شنبې په ورځ کندهار والی حیات الله حیات په خپل کاری دفتر کی د کندهار د املاکو د مخکنی مسؤل سردارمحمد کاکړ سره وکتل.

په لیدنه ښاغلی کاکړ کندهار والی ته لومړی د خپلو تېرو فعالیتونو په اړه معلومات ورکړه او وروسته یې هغه ته په لاس باندی لیکل سوې تابلو هم ډالۍ کړه.

ښاغلۍ کاکړ په کندهار او نورو ولایتونو کی د کندهار والی حیات الله حیات ماموریت پیاوړی یاد کړل او زیاته یې کړه چی په هر ولایت کی د کار پر وخت نوښتونو کړی دی.

دغه راز کندهار والی حیات الله حیات د هغه د تېرو فعالیتونو قدردانی وکړ او د یادی تابلو په ترلاسه کولو سره یې له هغه څخه ځانګړې مننه وکړه.

ښاغلی حیات زیاته کړه چی د دولت او په خاص ډول د ولایت مقام سره د خلګو همکاری زیاته اړینه ده او په خبره یې دولتی مامورین د عام ولس د همکاری پرته کار نسی کولای.د یادونی وړ ده، چی ښاغلی کاکړ یو له ښو لیکوالانو څخه هم شمېرل کېږی.

x

دا هم وګورئ

ملی سوداګر حاجی خدایداد نورزی دکندهاروالی په هڅو خوشی او خپلی کورنۍ ته وسپارل سو

یاد ملی سوداګر تېره شپه د افغان امنیتی ځواکونو له لوری د خپله کوره وړل ...