کندهارکی دپولیسو په عملیآتوکی وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اوښتی

دغه عملیات، چی دکندهار په بېلابېلو ولسوالیو کی سوی پرمهال یې هغه پاکستانی طالبان هم وژل سوی، چی د افغان طالبانو د رهبرۍ او مدیریت په موخه راغلی وه.

د ځینو وژل سوو وسلوالو جسدونه هم امنیتی ځواکونو ته په لاس ورغلی دی

د کندهارامنیه قوماندان وایی، په تېرو دریو ورځو کی یې د عملیاتو پر مهال وسله والو طالبانو ته درانه تلفات اړولی او هغوئ یې پر خپلو حملو پښېمانه کړی.

تورنجنرال تادین خان وایی، چی عملیات یې له تېرو دریو ورځو راهیسی په میانشین، شاولیکوټ، تخته پل او میوند ولسوالیو کی پیل کړی دی.

دده په وینا، په دریو ورځو کی د مخالفینو تلفات ۵۵ ته رسیږی، چی یوازی په ارغستان ولسوالۍ کی یې ۲۳ وسله وال د هوایی بریدونو پر مهال وژلی.

د کندهار امنیه قوماندان وایی، په وژل سویو وسله والو کی یو شمېر یې پاکستانی طالبان دی، چی د افغان طالبانو د رهبرۍ او مدیریت لپاره راغلی وه.

دده په خبره د وسله والو یو شمېر جسدونه یې په میوند ولسوالۍ کی د کندهار – هرات پر لویه لار، ځینی یې د تخته پل ولسوالۍ اړوند د سپین بولدک او کندهار ښار پر لار او پاته یې د شاولیکوټ ولسوالۍ اړوند د کندهار – ترینکوټ پر لویه لار ایښی دی.

هغه زیاتوی، چی ځینی جسدونه د وسله والو له لوری د ډیورنډ کرښی ها غاړی پښین او چمن ته وړل سوی دی.دا په داسی حال کی ده، چی په دې وروستیو کی د هوا له ګرمېدو سره د امنیتی ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړو زور اخیستی او هره شپه د دواړو لورو ترمنځ نښتی دوام لری.

75 ټول کتل سوی شمېر 6 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دکارټولنیزوچاروریاست دښادمن علمي خزانې اومیرویس نیکه لوړو زده کړومؤسسې سره دتخفیف تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د سې شنبې په ورځ د کار ټولنیزو چارو رئیس حمیدالله مبارز د یاد ریاست ...