کندهارکی د مستهلکینو کمېسیون د حیواناتو د غوښو او هیګو څخه نظارت وکړ

دغه کمېسیون د سې شنبې په ورځ په ښار کی د یو شمېر قصابانو، او هغه دوکانونو څخه نظارت وکړ، چی د چرګ غوښی او هګۍ ئې خرڅولې.

د دې کمېسیون غړی وایی د نظارت څخه ئې هدف د تر وخت تیرو هګیو راټولول، د پسه، غوایی او چرګانو د هغه غوښو مخنیوی دی، چی صحت ته تاوان لری.

د مستهلکینو کمېسیون، چی د تجارت او صنایع، زراعت،کندهار ښاروالۍ، روغتیا ریاست او یو شمېر نورو دولتی ادارو څخه متشکل کمېسیون دی، چی په ښار کی د تر وخت تیرو او بې کیفیته خوراکی توکو د راټولو او مخنیوی دنده په غاړه لری.

دوئ د سې شنبې په ورځ په ښار کی د چرګانو د غوښو او هیګو پلورنکو او یو شمېر قصابیو څخه نظارت وکړ.

دوئ د دې نظارت په لړ کی هغه هګۍ هم پیداکړې، چی یوازی د شرکت نوم پرې لیکل سوی خو تاریخ نه لری.

د دې کمېسیون غړی ډاکټر محمد فهیم ساپی وایی په ښار بې تاریخه هګۍ، تر دوه نیم کېلو وزن بالابود چرګان، د غوایی او پسه بې ټاپې غوښی خرڅول په منطلق ډول غیر قانونی کار دی او خرڅونکی ئې مجرم ګڼل کیږی.

هغه وایی دوئ ځکه دغه نظارت په دوامداره توګه کوی، ترڅو هغه غوښی، چی د پاکستان هیواد څخه په ګونیو کی راځی او د بېلابیلو ناروغیو سبب کیږی مخه ونیسی او بې ضرره غوښی بازار ته  وړاندی سی.

بلخوا د قصابانو د اتحادیې مشر وایی په ښارکی تر ډېره د پسه او غوایی بې ټاپې غوښی بندی سوی دی خو که بیا هم څوک دغه کار کوی مجرم دی او باید مجازات کړل سی.

ښاریان هم د دې اقدام څخه خوښ دی او وایی، چی دغه نظارت دی دوامداره سی، ترڅو هغه غوښی او هګۍ، چی صحت ته تاوان لری مخنیوی یې وسی.

د مستهلکینو د کمېسیون غړی له سرحدی ځواکونو غواړی، چی د پاکستان هیواد څخه د را واریدېدونکی نامعلومه غوښو په مخنیوی کی د دوئ سره مرسته وکړی، ترڅو په ښار کی هم د نامعلومه غوښو مخنیوی وسی.

خبریال: ولی محمد انوری

54 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د سیمه ییزی حکومتوالۍ د ښه والی لپاره د پوهی او تجربو شریکولو پروګرام جوړ سو

د شنبې په ورځ په کندهار کی د سیمه ییزی حکومتوالۍ د ښه والی لپاره ...