پشتین: “م.م” او د بشری حقونو مدافع ډلې دې د پښتنو د وژنو خلاف غږ پورته کړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وایی چې د پاکستان پوځ د شمالی وزیرستان د «دته‌خېلو» په خړکمر کې په عامو خلکو ډزې کړی او مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده.

منظور احمد پشتین چې د یکشنبې په ماښام په خپل فیسبوک پاڼه غږېده د پاکستان پوځ یې تورن کړ چې په سوله‌ییزو مظاهره‌چیانو یې برید کړی.

دی وایی:

“علی وزیر «د پاکستان د پارلمان غړی» او ډاکتر ګل عالم «د وزیر د لویې جرګې مشر» را روان وو. په وروستی چک پوسټ کې یې ترې سمه تلاشی هم واخېستله. کله چې دوی اعتراضیه ناستې ته نږدې کېدل له شا یې ډزې پرې وکړې چې په‌کې څه کسان شهیدان شول او په لسګونه زخمیان دی. د محسن داوړ«د پاکستان د پارلمان غړی» په غاړه کې د ګلونو هار و. نو دوی چې دلته حملې ته راتللی. نو ګلونه یې راوړل؟ ګولۍ خو ستا په لاس کې وې. ټوپک خو ستا «د پاکستان پوځ یادوی» په لاس کې وې.”

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر بېګاه د ملګرو ملتونو سازمان او د بشری حقونو پر مدافع سازمانونو انتقاد وکړ او ویې ویل چې باید په پاکستان کې د ده په خبره د عامو خلکو د وژنې په خلاف غږ پورته کړی.

ښاغلی پشتین زیاته کړه:

“په ملګرو ملتونو سازمان غږ کوو چې تاسو د څه شی لپاره یاست؟ دلته پښتانه، بلوچ، سندیان،کشمیریان، په خپله په پنجاب کې خلک وژنی او تاسو پرې غلی یاست؟ ولې؟ ولې بیا دعوا کوئ؟ غوښتنه ترې کوو چې دوی دې خپل رول ادا کړی د دې انسان وژنې خلاف، د دې ترهګرۍ خلاف، د دې ریاستی ترهګرۍ خلاف دې خپل کردار ادا کړی.”

د پشتین د دغو خبرو په اړه تر دې دمه ملګرو ملتونو څه نه‌دی ویلی.

x

دا هم وګورئ

دکندهاروالی په مشرۍ جوړه سوې امنیتی ناسته کی د ولسوالیوپر امنیت او دحجاجوپرانتقال خبری وسوې

د چهارشنبې په ورځ د امنیتی مجلس اوونیزه غونډه، چی د کندهاروالی حیات الله حیات ...