هلمند ته د حج لپاره سل تنه اضافه سهمیه ورکړل سوې ده

د حج او اوقافو رئیس وایی: تېرکلونه د هلمند د حاجیانو سهم اته سوه دیرش تنه و، چی د ولایتی ادارې په خاصی پاملرنی، هلمند ته سل تنه اضافی سهمیه ورکړل سوې ده.

د هلمند د حج او اوقافو رئیس حافظ محمد داود مدقق وایی: هلمند لپاره د حج په سهمیه کی سل تنه اضافه سوی دی.

ده وویل : د دوی په ډېرو هلو ځلو او ولایتی ادارې په همکارۍ سږ کال د نورو کلونو په پرتله دا سهم زیات سوی دی.

ده وویل: سږ کال به له هلمنده نهه سوه دیرش تنه د حج د فریضی اداینی لپاره بیت الله شریفی ته ولاړ سی.

ده وویل: سل تنه اضافه سوی حاجیان به په نوبتی پروسه کی شامل سی، خو یوازی لس تنه کوچیان او معلولین به له نوبتی پروسې استنثنا وی.

د حج او اوقافو رئیس وایی: د ولسمشر محمد اشرف غنی په خاص حکم سره سږ کال هلمند ته دا ځانګړی امتیاز ورکړل سوی دی.

ده وویل: که د دې ولایت ټول خلک تذکرې ترلاسه کړی، نو ښایی د هلمند حقیقی نفوس راڅرګند او په راتلونکی کی، د حاجیانو سهم تر دې هم زیات سی.

د هلمند د ارشاد  حج او اوقافو ریاست وایی: اوس مهال هلمند ته د اته لکه پر شاوخوا د نفوس پراساس سهم ورکول کیږی، خو د هلمند د اوسیدونکو حقیقی سهم نږدې دوه نیم میلیونه اټکل سوی دی.

خبریال:مطمین

12 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

دهلمند ۵۰ تنه دینی عالمانو د انګلیسی او کمپیوټر زده کړی پېل کړې

د هلمند والی وایی: دینی عالمان په اوسنی شرایطو کی کمپیوټر او انګلیسی ژبی زده ...