طالبان هره لار کاروی / سید عبدالله پاچا

د کلونو جګړې په اوږدو کې طالبانو له هرې ممکنې لارې کار واخیست چې دا وطن وران او افغانان په یو ډول نه یو ډول ووژنی او یا یې له پرمختګونو راوګرځوی، دا کومه نوې او جالبه خبره هم نه ده، ځکه د کلونو جګړه کې خلک په دې پوه شول چې طالبان هدف ته د رسیدو لپاره هر پست او رزیل کار کولی شی چې د دې ټولنې ارزښتونه سپک او د اسلام تر نوم لاندې اسلام نوم بدی کړی.
طالبانو د ښځو له جامو بیا د ښځو تر چادریو پورې وکارول، حیوانات یې د جګړې په ډګر کې وکارول، چاودیدونکی توکی یې ورپورې وتړل، د جګړې له ډګره د ښځو په جامو کې ونیول شول چې تیښته به یې کوله.
افغان ځواکونه چې خپلو ارزښتونو ته ژمن دی، ډیر کله هغه موټر نه پلټی چې ښځې او ماشومان پکې سپاره وی، خو طالبان بیا له همدې موقع ګټه اخلی او د ښځو په جامو کې له یوې سیمې بلې سیمې ته ځی او یا هغه موټر کې چاودیدونکی توکی انتقالوی چې ښځې او ماشومان پکې سپاره وی.
تازه خبر دا چې طالبانو خوست کې دوه ماشومان تښتولی و، روزلی یې و او بیا یې د ماشومانو په خپلو کورنیو بریدونو ته هڅولی و، دا د طالبانو تر ټول پست کار دی چې کم عمره ځوانان په زور تښتوی، روزی یې او بیا ورپورې چاودیدونکی توکی تړی او یوه سیمه کې یې د برید لپاره خوشی کوی.
دا بریدونه اکثره ګڼ میشتو سیمو کې کیږی چرته چې زیات خلک پکې تلف کیږی، اکثره دا ډول بریدونه د ریموټ کنټرول په وسیله کیږی، هغه کس چې چاودیدونکی توکی ورپورې تړل شوی وی، نه پوهیږی چې ریموټ یې د بل چا په لاس کې دی.
دا خبر د تېرې ورځې دی چې خوست کې ملی امنیت زړه ورو ځواکونو د اوپراتیفی عملیاتو پر مهال هغه دوه هلکان د وسله والو له زندانه راخوشی کړی چې کال وړاندې یې له ځاځی میدان ولسوالۍ تښتوولی وو .
د رفیق او بصیر په نومونو دغه هلکان کال وړاندې د خوست ځاځی میدان ولسوالۍ له مندتې سیمې وسله والو وتښتول او بیا یې کورنۍ هر څومره هڅه وکړه چې پیدا یې کړی، خو طالبانو دا ماشومان له ډیورنډ کرښې اړولی و او د ځانمرګو روزنه یې ورکړې وه.
د بصیر پلار وایی ، چې لومړۍ ترې وسله والو پیسې غوښتې او وروسته یې ورته وویل چې که د افغان ځواکونو لیکو کې دنده خوشې نه کړی زوی او وراره به یې ووژل شی .
خو بصیر په افغان ځواکونو تکیه وکړه او ډاډه و چې یوه ورځ به یې زوی او وراره د طالبانو له چنګه روغ رمټ ازاد کړی.
د خوست مرستیال والی عبدالواحد پټان وایی، چې دغه هلکان ملی امنیت د اوپراتیفی عملیاتو پر مهال راخوشی کړی او دواړه چمتو شوی وو چې پر خپله کورنۍ او یا امنیتی ځواکونو ځانمرګی بریدونه وکړی .
رفیق او بصیر چې یو کال یې وسله والو زندانی کړی وو د زندان او له دوی سره د شوی چلند ډیرې کیسې یې زړه بوګنوونکی دی، دا دوه ماشومان وایی، د دوی په څېر نور ماشومان هم تښتول شوی او د ځانمرګو روزنه ورکول شوې ده.
په دوی باندې ډیرې سختې تیری شوی چې د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو شی، خو له نیکه مرغه چې د ملی امنیت زړه ورو ځواکونو دا دوه ماشومان کورنیو ته روغ رمټ وسپارل، خو لسګونه نور ماشومان چې طالبانو یرغمل کړی او د خپلو شومو ګټو لپاره به یې قربانی کوی، د طالبانو په زندانونو کې دی.

60 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

طالبانو د ټولګټو پروژو ویجاړول منلي/ نوید احمد څرک

د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد یو غږ خپور شوی چې پکې منل شوې ...