طالبان دینی علماء په نښه کوی / سید عبدالله پاچا

طالبان له کلونو راهیسې هغه دینی عالمان په نښه کوی چې دا جګړه پردۍ او ناروا یادوی، دینی عالمانو په ایاتونو او احادیثو ثابته کړې چې دا جګړه ناروا ده او ګټې یې نور هېوادونه وړی خو قربانی یې افغانان ورکوی.
که د طالبانو دهشت او وحشت نه وی او هر کله یې دینی عالمان نه په نښه کولی، اوس به ټولو دینی علماوو په یو غږ د طالبانو وحشت او جګړه ناروا بللی وه، طالبان دینی علماء ځکه په نښه کوی چې د دوی پرضد د محراب او ممبر له لارې غږ پورته نه شی.
طالبان هم پوهیږی چې جګړه یې مشروع نه ده او یواځې افغان وژنه او مسلمان وژنه ده، خو دا چې جګړه یې اوس کاروبار ګرځیدلې، هڅه کوی چې دوام ورکړی او دا دوام هغه وخت ورکولی شی چې باجراته دینی علماء له مخې لیرې کړی.
طالبان په کاذبانه تبلیغاتو د دین له اړخه بې سواده او کم عمره ځوانان د جګړې لپاره استخداموی او بیا یې ځانمړګور او ډله ییزو بریدونو ته چمتو کوی.
طالبان چې هر ځای د خپل فکر او تګلارې خلاف کس باندې زور رسیږی، هملته یې له منځه وړی، دا که محراب، ممبر مسجد او یا نور مقدس ځایونه وی، طالبانو ته هیڅ پروا نه کوی چې خپل د فکر مخالف چرته او کله له مخې لیرې کوی.
طالبان چې اوس په اجرتی قاتلینو بدل شوی، هیڅ دینی عالم نه پریږدی چې د پاکستان خلاف او د ملی ګټو په ننګه باجراته څرګندونې کوی، خو افغان ځواکونه ژمن دی چې د طالبانو ټول هغه اجرتی قاتلین به له منځه وړی چې دینی علماء په نښه کوی.
مولوی سمیع الله ریحان چې د افغان ځواکونو په ننګه او د جګړې خلاف څرګندونې به یې کولې، پست او نامرده دښمن په ممبر کې په نښه کړ او د ده تر څنګ یې څو نورو مظلوم لمونځ کوونکی په شهادت ورسول او ټپیان یې کړل.
افغان ځواکونو ژمنه کړې چې د مولوی سمیع الله ریحان بدل به اخلی او طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته به اجازه ور نه کړی چې دینی علماء په نښه کړی.
طالبان تر دې هم پست او رزیل دی او هر رزالت چې انسانیت او اسلامیت حرام بللی وی، دوی یې د اسلام په نوم کوی.
دا نه لومړی دینی عالم و او نه به وروستۍ وی چې طالبان یې په نښه کوی، خو مسوولیت یې نه منی، خو د طالبانو له دې ډول کارونو سره به ددینی علماو غږ چوپ نه شی او په جرات سره به له ملی ګټو او نظام ملاتړ ته دوام ورکړی.
افغانان له ډیر پست او وحشی دښمن سره مخ دی، خلک جومات ته په ډاډه زړه ځی چې جومات کې به خوندی وی، خو د طالبانو رزالت څخه دلته هم خلک ځانونه خوندی نه ګڼی.
افغان ځواکونه د خلکو د ناموس او ځان ساتنه کوی، خو دا چې دښمن نامرده دی، داسې ځای کې برید کوی چې هیڅ له انسانیت سره اړخ نه لګوی، جومات تر ټولو خوندی ځای دی او هیڅ اجازه نشته چې وینه پکې توی شی.
مولوی سمیع الله ریحان دې خدای وبښی، او نور دینی علماء شته چې د هغه لار تعقیب کړی او دښمن ته وښیی چې یو ریحان دې شهید کړ، سل نور شته چې د نظام په ملاتړ او دطالبانو په وحشت غږ پورته کړی

9 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

پر پښتون غورځنګ د پاکستان د ظلم دوام / سید عبدالله پاچا

له دوه کلونو زیات وشول چې کوزه پښتونخوا کې پښتنو اعتراض کړی او له پاکستانی ...