صلوات تسبیح لمونځ فضایل او طریقه

صلوات تسبیح لمونځ فضایل او طریقه
ددی لمونځ کول لوی فضیلت لری ددی لمونځ په کولو سره د انسان ورسته اومخکی ،لوی او واړه ،ښکاره او پټ ټول ګناهونه الله تعالی ور معاف کوی دا لمونځ محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل تره عباس رضی الله عنه ته ور ښولی وو او ورته فرمایلی ئی وه چه که ئی کولای شی نو دا لمونځ هره ورځ کوه که هره ورځ نه وی هره جمعه ئی کوه او که ئی هره جمعه نه شی کولای نو په کال کې ئی یو وار کوه که په کال کې ئی یو وار هم نشی کولای نوپه ټول عمر کې ئی یو واری ضرور او خامخا کوه .

ددی لمانځه څلور رکعتونه دی د نور لمونځونو پشان دی یواځی تسبحات پکې ذیات شوی چه په همدی وجه د تسبیح لمونځ بلل کیږی د کولو طریقه یې په لاندی ډول ده .

دغه تسبحات به په لاندی ترتیب سره ویل کیږی :

سُبْحَانَ اللهِ وَ الْحَمْدُ لله وَ لآَ اِ لهَ اِ لاَّ اللهُ وَ اللهُ اَکْبَرُ

چه نیت وتړی تر ثنآء یعنی سبحنک اللهمُّ ورسته دا تسبیحات پنځلس ۱۵ واره وائی بیا تر اغوذ بالله ،بسم الله ،الحمدالله او سوره ورسته لس ۱۰ واره ئی بیا په رکوع کې تر سبحان ربی العظیم ورسته لس ۱۰ واره بیا د رکوع نه ورسته په قومه کې لس ۱۰ ځله بیا په اوله سجده کې تر سبحان ربی الاعلی څخه ورسته لس ۱۰ واره بیا په جلسه کې (د دواړو سجدو تر منځ کیناستل ) لس ۱۰ ځله بیا په دوهمه سجده کې هم لس ۱۰ ځله وا ئی چه دا تسبح به په یوه رکعت کې پنځه اویا ۷۵ ځله کیږی ددی څخه ورسته به دوهم رکعت د پاره ولاړ شی د الحمدلله څخه مخکې به پنځلس ۱۵ ځله دا کلمی ووا ئی ،همدارنګه په پاتی رکعتونو کې په په پورته ذکر شوی ډول لوستل کیږی چه په څلورو رکعتونو کې دغه کلمی دری سوه ۳۰۰ واره کیږی .

دغه لمونځ بغیر له مکروهه وخت ( لمر راختل ، لمر پریوتل او غرمه ) څخه بغیر نور پر هر وخت کې کیږی.

192 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

له مور او پلار سره نېکي

له مور او پلار سره ښه سلوک، د هغوئ ساتنه او د هغوئ اطاعت په ...