سیال: دزابل په دایچوپان ولسوالۍ کې ۵۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ددې ولایت دوالی ویاند وایی چې وسله والو طالبانو ددې ولسوالۍ دسقوط پلان درلود چې امنیتی ځواکونو ورباندې برید کړی او یاده مرګ ژوبله یې ور اړولې  ده.
دزابل محلی چارواکی ددې ولایت په دایچوپان ولسوالۍ کې د ۵۳ وسله والو طالبانو دمرګ ژوبلی خبر ورکوی.
دزابل دوالی ویاند ګل اسلام سیال وایی چې تیره شپه یوه ډله وسله والو طالبانو ددې ولایت پر شمالی ولسوالۍ دایچوپان برید کړی او غوښتل یې چې یادی ولسوالۍ ته سقوط ورکړی.
سیال زیاتوی چې افغان ځواکونو دبهیرنیو ځواکونو په مرسته پر وسله والو طالبانو هوایی او مځکینی عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې یې ۴۰ څلویښت وسله وال طالبان ووژل سول او ۱۳ دیارلس نور یې ټپیان سوی دی.


نوموړی زیاتوی چې جګړې څوساعته دوام هم کړی چې دوسله والو طالبانو شل جسدونه هم دجګړې پر ډګر ورڅخه پاته سوی دی.
نوموړی زیاتوی چې پدې جګړه کې افغان او بهرنیو ځواکونو ته زیان ندی رسېدلی، خو دوسله والو طالبانو یوشمیر وسلې او مهمات دمنځه وړل سوی دی.
د یادونی وړ ده چې د تیری یوې اونۍ راهیسی د زابل په مربوطاتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایې او ځمکنی عملیاتو کې سلګونه وسله والو ته مرګژوبله اوښتې ده.

خبریال: محبوب حکیمی

42 ټول کتل سوی شمېر 3 نن کتل سوی شمېر
x

دا هم وګورئ

د افغانانو په قربانیو د طالبانو پسخند / بریالې ویاړ

د ملی امنیت شورا د طالبانو د جنایتونو یو کتاب خپور کړ چې د یو ...